ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: طالبان اوس کابل کې د ماین اېښودنې له نوي تاکتیکه کار اخلي

صالح: طالبان اوس کابل کې د ماین اېښودنې له نوي تاکتیکه کار اخلي

author avatar
22 Feb 2021 - 14:24
صالح: طالبان اوس کابل کې د ماین اېښودنې له نوي تاکتیکه کار اخلي
author avatar
22 Feb 2021 - 14:24

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٩): د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي چې وسله وال مخالفين د کابل  ښار پر سړکونو د ماین ځای پر ځای کولو لپاره له نوي تاکتیکه کار اخلي.

هغه نن (د کب ٤مه) د سهار شپږ نيمو بجو امنيتي ناستې په راپور کې ليکلي چې پرون د کابل ښار د بره کي څلورلارې په چاودنه کې له همدغه نوي تاکتیکه کار اخيستل شوى دى.

یاده چاودنه پرون مازديګر شاوخوا څلور نيمې بجې د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې اړوند د بره کي څلورلارې ته څېرمه د پوليسو پر يوه رينجر موټر وشوه.

د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز پرون ويلي وو چې په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

خو د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح نن د سهار شپږ نيمو بجو امنيتي ناستې په راپور کې ويلي چې په دې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه کې د وسله والو له خوا پر سړکونو د ماين او بمونو په تازه طریقې د ځاى پر ځاى کولو عکسونه هم خپاره کړي دي.

ده زياته کړې: ((څنګه چې تاسو يې په تصوير کې ګورئ، په دې وروستيو کې طالبان د کابل ښار پر سړکونو د بم اېښودنې لپاره له بشپړې نوې تګلارې کار اخلي. د هغو قوي ثبوتو له مخې چې له موږ سره دي، طالبانو له پاکستانه د دغه کار لپاره ځانګړې برمې ترلاسه کړې دي.))

د صالح په وينا، دغه برمې معمولآ په سراچه ډوله موټرو کې ځای پر ځای کوي او له يوې تر دوو دقيقو پورې کولای شي چې پر سړک  تر لس سانتي مترو پورې کنده وباسي او په بېړه او چټکۍ سره داسې بم چې سړک ته ورته رنګ لري، ځای پر ځای کړي.

د ولسمشر لومړى مرستيال ويلي، سر له همدې شېبې پوليسو ته لارښوونه شوې چې ټول سراچه ډوله موټر او يا هم ټول هغه موټر چې په اصطلاح غرفه لري، په ځانګړې توګه هغه موټر چې د شا سېټ ونه لري، په سمه توګه تلاشي کړي.

د صالح په وينا، په همدې ځانګړتياوو د برمې موندل، دا ثابتوي چې همدغه کس د ښار په ترهګریزو پېښو کې لاس لري.

ده زياته کړه چې پرون د کابل ښار د بره کي څلورلاري په چاودنه کې له همدې تګلارې کار اخيستل شوی و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1123

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.