Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 سرچينې: طالبانو غزني کې ١٨ کسان له يوې مياشتې راهيسې برمته کړي

غزني (پژواک، ٤ کب ٩٩): غزني کې امنيتي سرچينې او د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې وسله والو طالبانو ١٨ کسان برمته کړي، خو طالبان بيا د برمته کولو موضوع ردوي.

د غزني ولايتي شورا غړي حسن رضا يوسفي د کب په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د جاغوري، مالستان او قره باغ ولسواليو ١٨ تنه اوسېدونکي برمته کړي دي.

هغه وايي: ((دغه کسان يې د قره باغ ولسوالۍ له زردالو سيمې څخه يوه مياشت وړاندې بيولي او تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.))

د يوسفي د معلوماتو له مخې، خلکو د قره باغ په ګاومېشک سيمه کې د يوه وسله وال طالب کور کلابند کړى او طالبانو ته يې ويلي دي ترڅو د دوى کسان را خوشې نه کړي، دوى هم دغه کور له محاصرې څخه نه خلاصوي.

ده تور پورې کړ چې وسله وال طالبان دغه شان کارونه د پيسو د ترلاسه کولو لپاره کوي، ځکه تر اوسه د قومي مشرانو هڅو هم کومه پايله نه درلوده.

دغه راز د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي علي حسين پژواک ته وويل چې په يادو کسانو کې دوه يې د تره زامن دي.

دى وايي: ((دا د تره زامن مې ايران ته روان وو چې لار کې له نورو کسانو سره يوځاى طالبانو له موټر نه ښکته کړي او تر اوسه يې درک نشته دى.))

همدارنګه يوې امنيتي سرچينې هم پژواک ته تاييد کړه چې يوه مياشت وړاندې طالبانو د قره باغ ولسوالۍ له تمکي سيمې څخه ١٨ کسان بيولي او تر اوسه يې بېرته نه دي خوشې کړي.

ده زياته کړه: ((څه موده وړاندې په همدې سيمه کې يو موټر چلوونکى تښتول شوى و چې تر اوسه يې مړى او ژوندى نه دى معلوم، نو طالبانو ياد کسان د همدې موټر چلوونکي د تښتولو په غبرګون بيولي دي.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، قومي مشران د يادو کسانو د خلاصولو په موخه طالبانو ته ورغلي وو، خو طالبانو ورته ويلي ترڅو چې هغه موټر چلوونکى پيدا او خوشې نه شي دغه کسان نه ازادوي.

بل لورته طالبان هم ياده موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه کسان د سياسي او يا هم کومې بلې موخې لپاره نه دي نيول شوي.

هغه وايي: ((دلته د دوو ډلو ترمنځ کوم مشکل پيدا شوى و، بيا دوى طالبانو ته شکايت کړى و نو ځکه طالبانو ځينې کسان نيولي دي.))

خو مجاهد ډاډ ورکړ چې د يادو ډلو ترمنځ ستونزه د حل کېدو په درشل کې ده او ډېر ژر به نيول شوي کسان بېرته خوشې کړاى شي.

د يادونې ده چې غزني د افغانستان له نا امنو ولايتونو څخه شمېرل کيږي چې ډېرې سيمې يې د طالبانو په واک کې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.