ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجې طرحه تصویب کړه

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجې طرحه تصویب کړه

author avatar
22 Feb 2021 - 11:40
ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجې طرحه تصویب کړه
author avatar
22 Feb 2021 - 11:40

کابل (پژواک، ۴ کب ۹۹): ولسي جرګې د هېواد د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجې طرحه له دوه ځلې رد او د جرګې او حکومت ترمنځ د دې موضوع له جنجالي کېدو وروسته نن تصویب کړه.

دا په داسې حال کې ده چې ولسې جرګې له ۱۱۰۰ د ډېرو ولایتي پروژو د حذف، په احتیاطي کوډونو کې د بوديجې ډېروالي او نورو برخو، لکه د دولتي کارکوونکو په معاشونو کې د نه یو شانوالي له امله د  ۱۴۰۰ مالي کال بوديجې لومړۍ طرحه د مرغومي په لسمه او د همدې میاشتې په ۲۰مه یې دویمه طرحه رد کړې وه.

د یادونې ده، د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې طرحه د تېرې مرغومي میاشتې په ۱۵مه د کابینې له خوا تایید او د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه د تصویب لپاره ولسي جرګې استول شوې وه.

د ولسي جرګې د مالي او بوديجوي کمېسیون رییس میر افغان صافي چې د جرګې نننۍ ناستې ته یې د ۱۴۰۰ کال بودجې د درېیمې مسودې په اړه معلومات ورکول، وویل چې د جرګې له پرله پسې هڅو وروسته، حکومت د جرګې غړو غوښتنې ومنلې.

د هغه په وینا، د بوديجې په سند که د راغلو تعدیلاتو له مخې، د ټیټ رتبه ماموریو په تتخواوو کې د دوه زره افغانیو لوړوالی لس میلیارده او ۷۵میلیونه افغانیتو ته اړتیا لري، چې پنځه میلیارده هغه په بوديجه کې شاملې شوې او ټاکل شوې ده چې پاتې نورې پیسې د نیمایي کال بوديجې څېړنې پر مهال په بوديجه کې شاملې شي.

نوموړي زیاته کړه د ملي دسترخوان بوديجه چې دې جرګې رد کړې وه، د بوديجې له سنده حذف شوې، د ولسمشرۍ عملیاتي واحد لپاره اته اعشاریه څلور میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

خو نوموړي څرګنده کړه چې دا مهال د نیمه بشپړو پروژو د تکمیل لپاره په بوديجه کې یوازې څلور میلیارده او ۴۰۰ میلیونه ځانکړې شوې افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د ولسمشرۍ د عملیاتې واحد تشکیل نه دی تایید کړی.

صافي وویل چې د ولسي جرګې صلاحیتونه د قانون له مخې ساتل شوي او ټاکل شوې چې مالیې وزارت په روان کال کې، د دولتي چارواکو د دسترخوان لګښت او امتیازي تنخواوو لپاره هم یوه طرحه جوړه کړي.

ولسي جرګه د بوديجې د طرحې په ردولو سره د دولتي کارکوونکې په معاشونو کې د یوشانوالي غوښتنه کړې وه.

د ولسي جرګې د مالي او بوديجوي کمېسیون د معلوماتو له مخې، حکومت تېر کال یوازې د ۲۴زرو هغو دولتي کارکوونکو لپاره چې ان ټي اې (NTA . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.