ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځاځي اريوب اوسېدونکي: په سيمه کې مو لا هم مهمې پروژې نه دي پلې شوې

د ځاځي اريوب اوسېدونکي: په سيمه کې مو لا هم مهمې پروژې نه دي پلې شوې

author avatar
23 Feb 2021 - 17:41
د ځاځي اريوب اوسېدونکي: په سيمه کې مو لا هم مهمې پروژې نه دي پلې شوې
author avatar
23 Feb 2021 - 17:41

ګردېز (پژواک، ۵ کب ۹۹): د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي نيوکه کوي چې په سیمه کې یې پر ژمنو سربېره هم مهمې پرمختيايي پروژې نه دي پلې شوې.

دوی وايي، تل يې د دولت ملاتړ کړی او په هره برخه کې همکار پاتې شوي، خو د ستونزو او اړتياوو حل ته يې رسېدنه نه ده شوې.

په دې اړه قومي مخور حاجي شاه ولي د کب په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا، ولسي جرګې او ولسمشريزو ټاکنو پر مهال يې سيمې ته ډېر مسوولين ورغلل، خو د ټاکنو له تېرېدو وروسته يې هيچا احوال نه دی اخيستی.

ولي وايي چې دوی د خپلې ولسوالۍ او شاوخوا سيمو ساتنې لپاره تر ټولو زيات سيمه ييزو پوليس ورکړي، خو په بدل کې يې ورته هومره کار نه دی شوی.

نوموړي زياته کړه: ((ځاځي اريوب ډېره ګڼ نفوسه ولسوالي ده، د انتخاباتو په وخت کې معامله ډېره ګرمه وي، خو له هغه وروسته لکه د څنګ جېب څوک پام نه ورته کوي.))

مدني فعال جليل پوهنه او روغتيا اساسي برخې يادوي او وايي چې په دې ولسوالۍ کې پر نورو سربېره ان په دې برخو کې هم زياتې اړتياوې شته او ډېر خلک روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نلري.

هغه وويل: ((معارف تهداب دی، خو متاسفانه دلته لا هم ډېر مکتبونه ودانۍ نه لري، کتابونه نشته، ښه استادان کم دي او په ټوله کې د زده کړو مناسب چاپېريال نشته؛ همدارنګه خلک په ساعتونو مزل کوي چې د شـشتې بازار کلينيک ته راشي، دلته نفوس ډېر دی او بايد زياته پاملرنه هم وشي.))

قومي مشر محمد انور صديقي هم دا خبره کوي او وايي چې په دې ولسوالۍ کې د کرنې، مخابراتو، صنعت او ځنګلونو په برخه کې د چارو زيات اقتصادي فرصتونه او جدي اړتياوې شته، خو په خبره يې دولتي او غير دولتي ادارو د دې ولسوالۍ خلکو ته اړينه پاملرنه نه ده کړې.

صديقي وايي: ((زموږ تر ټولو لوی مشکل ګردېز سره د نښلېدونکي سړک خام پاتې کېدل دي، د دې مشکل له امله خلک له بېخي زياتو مشکلاتو سره مخ دي، خو له خبرو ورهاخوا يې تر اوسه د جوړېدو په برخه کې هېڅ عمل نه دی شوی.))

بل لور ته د پکتيا والي محمد حليم فدايي ځاځي اريوب د پکتيا مهمه او ګڼ نفوسه ولسوالي يادوي او وايي چې دا ولسوالۍ د دوی د پاملرنې په محراق کې ده.

فدايي وويل چې په نوي کال کې يې د ځاځي اريوب په ګډون په نورو ولسواليو کې هم د ځينو مهمو پروژو د تطبيق پلانونه جوړ کړي وو، خو په خبره يې د ملي بودجې په تصويب کې ځنډ يې پلانونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

یاده دې وي چې ولسمشر غني ګردېز ته په وروستي سفر کې په ملي پارک د ځاځي اريوب د نومولو او د دې چارې لپاره يې په ياده ولسوالۍ کې د ځينو پروژو پلې کولو ژمنې کړې وې، خو تر اوسه په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي اخيستل شوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.