ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر پر یو کال بند او ۸۶۴زره ډالرو نغدي جریمه محکوم شو

د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر پر یو کال بند او ۸۶۴زره ډالرو نغدي جریمه محکوم شو

author avatar
23 Feb 2021 - 18:31
د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر پر یو کال بند او ۸۶۴زره ډالرو نغدي جریمه محکوم شو
author avatar
23 Feb 2021 - 18:31

کابل (پژواک، ۵ کب ۹۹): د وزیرانو ځانګړې محکمې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر میر محمد امین فرهنګ په یوه کال تنفیذي بند او ۸۶۴ زره امریکايي ډالرو جریمه محکوم کړی دی.

محمد امین فرهنګ له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ میلادي کاله د اقتصاد او بیارغونې، سوداګرۍ او صنعت وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې د تېلو او ګازو بیو لوړېدو له امله ولسي جرګې ته استیضاح شو او بې واکه یې کړ.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، له دندې د ناوړه ګټې اخیستو، اختلاس او تمرد په تور د سوداګرۍ او صنایعو وزیر میر محمد امین فرهنګ دوسیې ته نن د سترې محکمې عالي شورا د غړو قضاوتپوه دوکتور عبدالملک کاموي په مشرۍ او د قضاوتپوه براتعلي متین او پوهنوال عبدالقادر عدالتخواه په غړیتوب د وزیرانو ځانګړې محکې په علني قضايي ناسته کې د نوموړي په غیاب کې د قانون له احکامو سره سمه رسېدنه وشوه.

سرچینې لیکلي، په نننۍ ناسته کې د تورن کس د جلب او احضار په اړه د لازمو قانوني اجرااتو تر توضېح او په ناسته کې د ژمنې خلاف د نوموړي تر نه حاضرېدو وروسته هغه حکما حاضر وګڼل شو او موظف څارنوال ته فرصت ورکړل شو چې د تورن کس پر وړاندې خپله دعوای وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، وروسته د عدلیې وزارت د حقوقً مساعدت عمومي ریاست حقوقي مساعد چې د تورن کس د دفاع له پاره ټاکل شوی و له خپل موکل څخه دفاع وکړه، ورپسې حقوقي مساعد او څارنوال د قضايي پلاوي د پوښتنو اړوند معلومات وړاندې کړل، بیا د وزیرانو ځانګړې محکمې د اسنادو او په دوسیه کې شته دلایلو ته په پام د جزايي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مې مادې د لومړۍ فقرې په استناد تورن کس د ممیزو د صادراتو د شرکت د جایداد د درې کلن تړون په تمدید کې د غدر په تور د جزا قانون د ۲۷۰ مې او ۱۴۵ مې مادې د دویم جز د حکم له مخې تورن کس په یو کال تنفذي بند او د جزا قانون د ۲۷۳ مادې د وروستۍ برخې په اساس د دولت حساب ته د ۸۶۰ زره امریکايي ډالرو د زیاتولو جزا ورکړه.

خو سرچینې په ډاګه کړې چې فرهنګ د الزام د دلایلو د نه موجودیت له امله د جزا کوډ پنځمې مادې د حکم پر اساس د سرغړونې له تور څخه برئ الذمه (معاف) شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه حکم قطعي او وروستی دی.

دغه راز سرچینې یادونه کړې چې د وزیرانو ځانګړې محکمې د تېلو په تړونونو کې د ندې له صلاحیتونو د ناوړه ګټه اخیستو د تورونو اړوند تصمیم په موضوع کې د شته ابهاماتو، ډېرو څېړنو او د څارنوالۍ له خوا د وضاحت په پار راتلونکي ناستې ته پرېښود.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.