کابل (پژواک، ۶ کب ٩٩): د افغانستان لویه څارنوالي وايي، روان کال کې نږدې ۱۸۰۰ جرمي قضیې ارزول شوې او په وروستیو دوو میاشتو کې د اداري فساد د څه باندې ۲۲۰ قضیو په تور د ملکي او نظامي ادراو د چارواکو په ګډون ۵۰۰ کسان محکمې ته ور پېژندل شوي دي.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه قضیې د روان کال د لیندۍ او مرغومي په میاشتو کې ارزول شوې دي.
د هغه په خبره، له دې قضیو ۱۲۲ یې په مرکز کې چې ۲۸۲ کسان پرې تورن دي او ۱۰۲ قضیې په ولایتونو پورې تړاو لري چې ۲۱۸ کسان پرې تورن دي.
رسولي روښانه کړه، په دې قضیو کې تورن کسان مرستیالان، والیان، د حکومتي ادارو رییسان، د ملي شورا غړي او د ولایتي شوراګانو غړي دي.
نوموړي روښانه کړه چې دغه کسان د اختلاس، رشوت، له صلاحیتونو پر ناوړې استفادې، د پیسو قاچاق، د اسنادو پر جعل او تزویر تورن دي.
خو رسولي د هېڅ تورن کس نوم په ډاګه نه کړ.
د نوموړي په خبره، له یاد شمېر قضیو ۷۶ یې په نظامي ادارو پورې تړاو لري چې ۱۷۸ کسان پرې تورن دي او پاتې قضیې په ملکي ادارو پورې اړه لري.
د هغه د معلوماتو له مخې، څارنوالۍ په ۱۳۹۹ کال کې په مرکز او ولایتونو کې په ټولیز ډول ۱۷۹۱ جرمي قضیو ته چې ملکي او امنیتي ــ دفاعي ادارو کې د اداري فساد قضیې په کې شاملې دي رسېدنه کړې چې له دې لارې نږدې ٨٤ میلیون ا فغانۍ، له ٣،٥ میلیون ډېر ډالر او ۶۰۰ زره یورو د دولت خزانې ته زیاتې شوې دي.
هغه وویل، له ټولو ۱۷۹۱ جرمي قضیو څخه چې په روان کال کې ورته رسېدنه شوې ۲۶۶ د درنو جرمونو قضیې، ۱۵۲۵ د عادي اداري فساد قضیې او ۶۱ قضیې په نظامي ادارو پورې تړاو لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP