ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې تېر کال د ۲،۳ میلیارده افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې دي

پکتیکا کې تېر کال د ۲،۳ میلیارده افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې دي

author avatar
24 Feb 2021 - 13:23
پکتیکا کې تېر کال د ۲،۳ میلیارده افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې دي
author avatar
24 Feb 2021 - 13:23

ښرنه (پژواک، ٦ کب ٩٩): د پکتيکا والي وايي چې تېر کال په دغه ولايت کې د ٢،٣ ميليارده افغانيو په لګښت څه باندې ١١ سوه پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني د کب په ٦مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د تېر کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې ١١٠٩ لويې او کوچنۍ پروژې پلې شوې دي.

د نوموړي معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې ٩٧٤ د کرنې، ٩٠ د پوهنې، ٣٣ بنسټيز سکتور،  نهه د روغتيا او درې د ټولنيز خونديتوب په برخو کې دي.

دى وايي چې پر يادو پروژو ٢،٣ ميليارده افغانۍ لګول شوې او په ځينو نورو پروژو هم کار روان دى.

د والي په وينا، په دغه ولايت کې ٣٢ غير دولتي او نړيوالو موسسو له خوا ٢،٥ ميليونه ډالرو په لګښت په ٦٢ پروژو کار روان دى.

د والي په خبره، د تېر یوه کال په جریان کې د هوايي ډګر رادار او مخابراتي سیستم فعال شوی او همدارنګه د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دوو برخو کې د هوا پېژندنې ماشینونه نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

په ياده ناسته کې د پکتيکا مدنې ټولنو همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي وويل چې په دغه ولايت کې پر ډېرو پروژو کار شوى خو په يو شمېر پروژو کې فساد هم شوى دى.

هغه په دې برخه کې نور جزئيات وړاندې نه کړل خو زياته یې کړه چې ډېرى وخت رييسان په خپلو دفترونو کې نه وي او د خلکو کارونه ځنډېږي.

داسې مهال په پکتيکا کې له ١١سوه د ډېرو پروژو پلې کېدو خبره کېږي چې د دغه ولايت اوسېدونکي ډېرى وخت د روغتيا او پوهنې ترڅنګ په نورو برخو کې هم د کار له نه کېدو شکايت کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.