غزني ښار (پژواک، ٧ کب ٩٩): غزني کې امنيتي سرچينې وايي چې ناپېژانده وسله والو د ولايت مقام د جلساتو د تنظيم مدير وژلى او زوى يې ټپي دى.
په غزني کې يوې باوري امنيتي سرچينې د کب په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته ناپېژانده وسله والو د غزني ښار د کلا اميرمحمد په سيمه کې د ولايت مقام د جلساتو د تنظيم پر مدير محمد موسى ډزې کړې دي.
هغه وايي چې په ياده پېښه کې محمد موسى وژل شوى او زوى يې ټپي شوى دي.
ويل کيږي چې د نوموړي زوى د غزني په مستوفيت کې دنده درلوده.
بل لورته د پېښې يو تن عيني شاهد شکرالله پژواک ته وويل چې موټر سايکل سپرو د نوموړي پر موټر ډزې کړي او خپله له سيمې تښتېدلي دي.
په دې اړه د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده وايي چې محمد موسى اخلاقي د ولايت مقام د جلساتو د تنظيم مدير و چې نن غرمه مهال په بې غږه تومانچه وژل شوى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د نوموړي زوى ټپي شوى او موټر يې وسله والو له ځانه سره بيولى دى.
ده وويل چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.
د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
د يادونې ده چې تېره ورځ هم په غزني ښار کې د موبايلونو يو انجنير د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوى و.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP