کابل (پژواک، ۷ کب ۹۹): پر افغان سولې د خبرو اترو په موخه د پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړی استازی عمر داوودزی اسلام اباد ته تللی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د کب په ۷مه، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې عمر داوودزی پرون له یوه لوړ پوړي پلاوي سره دغه هېواد ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې چې له نوموړي سره یې دافغان سولې پروسې په اړه په تفصیل سره خبرې کړې دي.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې عمر داوودزی به د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د ملي شورا مشر اسد قیصر او یو شمیر نورو کسانو سره هم وګوري.
په دې سفر کې له عمر داوودزي سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت استازي هم ملتیا کوي.
داوودزي اسلام اباد ته تر روانېدو مخکې پرون ولسمشر اشرف غني سره لیدلي او د هغه لارښوونې یې اخیستې دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو دیپلوماټیکي هڅې ګړندۍ شوې دي.
تر داوودزي مخکې د افغانستان لپاره د روسیې او قطر ځانګړي استازي هم اسلام اباد ته تللي وو او د افغانستان سولې په تړاو یې له پاکستانیو چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.
تر هغې مخکې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال میکنزي هم پاکستان ته د سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال باجوه سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې وې.
Views: 81
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن