ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان دولت مرکچي پلاوي د قطر نننۍ ناسته کې د بحث لپاره د اوربند موضوع وړاندې کړه

د افغان دولت مرکچي پلاوي د قطر نننۍ ناسته کې د بحث لپاره د اوربند موضوع وړاندې کړه

author avatar
26 Feb 2021 - 22:00
د افغان دولت مرکچي پلاوي د قطر نننۍ ناسته کې د بحث لپاره د اوربند موضوع وړاندې کړه
author avatar
26 Feb 2021 - 22:00

کابل( پژواک,۸کب۹۹): په قطر کې یوه باوري سرچینه وایي چې نن د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو په ناسته کې د دولت لوري د اوربند موضوع وړاندیز کړې ده.

په دوحه کې د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي د نوم نه اخیستو په شرط د کب په ۸مه پژواک اژانس ته وویل چې دغه ناسته نن د دواړو لوریو د تماس ډلو د غړو ترمنځ ترسره شوه.

دغه غړي زیاته کړه چې په دې ناسته کې د دوی له لوري د اوربند موضوع وړاندیز شوه , خو طالبانو لا خپله موضوع د بحث لپاره نه ده مشخص کړې.

سرچینه وایي : (( دغه ناستې به دوام پیدا کړي.))

د هغه په خبره چې اوس امید واري پیداشوې خو په دې شرط که مذاکرات دوام پیداکړي.

سرچینې وویل :(( شاید طالبان د اوربند په اړه په اسانه موافقه ونه کړي ,خو موږ یې د موافقې انتظار کوو.))

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له اوږده ځنډ وروسته د کب په ۴مه د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو پلاوو د مشرانو او ځینو غړو ترمنځ په دوحه کې ناسته ترسره شوې وه.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم هغه مهال ویلي و چې دغه ناسته د دواړو لورو ترمنځ په ښه فضا کې ترسره شوه.

هغه زیاته کړې وه چې په دې غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار وشو او د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شويو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه.

په قطر کې د سولې د دویم پړاو خبرو لومړۍ ناسته د روان کال د مرغومي په ۱۷مه ترسره شوې وه , دغه راز د یادو پلاوو د مشرانو یوه ناسته د مرغومي په ۲۸مه شوې وه چې له هغې نېټې تراوسه پورې د دواړو لورو ترمنځ بله ناسته نه وه شوې او د سولې خبرې په ټپه ولاړې وې.

د یادونې ده چې په قطر کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د روان کال د وږي په ۲۲ مه د نړیوالو په حضور کې پیل شوې چې لومړي پړاو یې شاوخوا درې میاشتې وخت ونیوه او د سولې خبرو طرزالعمل په کې نهایي شو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.