Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې سلګونو کسانو د یوه پولیس بد اخلاقۍ په غبرګون کې لاریون وکړ

کندهار (پژواک، ۸ کب ۹۹): د زابل د شاجوی ولسوالۍ ګڼ اوسېدونکي یو پولیس پر بد اخلاخۍ تورنوي او د هغه پر ضد یې نن لاریون کړی و.

دغو کسانو چې شمېر یې لسګونو ته رسېده، لاریون وکړ او لویه لاره یې د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

د لاریون کوونکو له ډلې حبیب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د شاجوی ولسوالۍ خلکو بازار تړلی او د یوه پولیس له خوا جنسي تېري په غبرګون کې یې لاریون کړی دی.

ده په خبره، خلک دغه پولیس ته سزا غواړي.

یوه بل لاریون کوونکي دادمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، جنسي تېري کوونکي پولیس ته باید سزا ورکړل شي او دوی د همدې لپاره لاریون کړی دی.

ده هم وویل چې یوه پولیس د بازار له منځه یوه نجلۍ له ځان سره بیولې او خپلې پوستې ته نږدې یې ورباندې جنسي تېری کړی دی.

د شاجوی ولسوالۍ امنیه قوماندان دویم څارن حاجي خوريي پوپل پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه پولیس چې خلک ورباندې د جنسي تېري ادعا لري، نیول شوی او موضوع تر څېړنې لاندې ده.

ده زیاته کړه، نن سهار لس بجې د شاجوی ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ یوه پولیس د بازار له نانوايي ډوډۍ راوړه چې د لاریون کوونکو په وینا، پر یوې نجلۍ یې د جنسي تېري په حالت کې لیدلی دی.

دی وايي، تورن پولیس د خلکو له خوا نیول شوی او ملي اردو ته یې سپارلی چې هغوی بندي کړی دی.

امنیه قوماندان وايي، د لاریون کوونکو له استازو او سپین ږیرو سره یې د موضوع په تړاو لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې تورن پولیس نیول شوی، موضوع به څېړل کېږي او له قانون سره سمه سزا به ویني.

خو دی زیاتوي، مهمه دا ده چې لومړی دغه قضیه ثابته شي او دوی په دې برخه کې د سیمې له روغتون څخه مرسته غوښتې ده.

خو نوموړي دا هم وویل چې وسله وال مخالفین دغسې مسایلو ته لمن وهي، غواړي امنیتي ځواکونه بدنام کړي.

د ده په خبره، د ملي امنیت د کشفي معلوماتو له مخې، په ننني لاریون کې ګڼو داسې کسانو هم ګډون کړی و چې په پټو وسلو سمبال وو.

دمګړۍ لاریون کوونکو لاریون پای ته رسولی او د موضوع پایلې ته په تمه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.