کابل (پژواک، ۱۰ کب ۹۹): د کرنې وزارت وايي چې افغان سوداګرو په یوه نړیوال نندارتون کې د ۱۷۱میلیون ډالرو په ارزښت د کرنیزو توکو د پلور تړونونه ترلاسه کړي دي.
په دغه نندارتون کې چې د کب له ۳مې تر ۷مې نېټې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شو، د افغانستان په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ٤٨٠٠ شرکتونو خپل کرنیز توکي او تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
د کرنې او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې د دغه وزارت د خصوصي سکټور پراختیا رییس حبیب الله جبیبي له خوا راغلي چې یاد تړونونه د وچې او تازه مېوې، مغز لرونکو مېوو، طبي بوټو، شاتو او حلالو شربتو د پلور په برخه کې دي.
سرچینې زیاته کړې چې ډېری تړونونه د هندوستان له خوا لاسلیک شوي چې سل میلیون ډالرو ته رسېږي.
د نوموړي په وینا، له هندوستان وروسته د افغان سوداګرو او صادروونکو ډېری تړونونه د متحده عربي اماراتو له سوداګرو سره دي چې ارزښت یې ۲۷ میلیونو ډالرو ته رسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سوداګرو په درېیمه کټګورۍ کې سعودي عربستان دی چې د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه ورسره شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې هم افغان سوداګرو په دې ډول نندارتونونو کې ګډون کړی و چې له مختلفو هېوادونو سره یې د شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي وو.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن