کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر اوسه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې څه د پاسه اته زره روغتيايي کارکوونکو ته د کرونا ويروس واکسين تطبيق شوى دى.
افغانستان کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق لړۍ د کب په پنځمه نېټه له کابله پیل شوه او ولسمشر غني په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د دغه واکسین پر عادلانه وېش ټینګار وکړ.
افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه د تېر کال کب میاشتې په ۲۵مه ثبت شوه او تر اوسه د دې ناروغۍ ۵۵٧١٤ مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې ډلې ۲۴٤٣ کسان مړه او ۴٩٢٨٨ نور بيا بېرته روغ شوي دي.
د روان کال د سلواغې په ۱۹مه د هند له خوا مرسته شوي د کرونا ویروس ۵۰۰ زره دوزه واکسین کابل ته را رسېدلي دي.
د کرونا واکسين په اړه د عامې روغتيا وزارت مرستيال وياندې معصومه جعفري د کب په ١٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې ٨٢٠٦ روغتيايي کارکوونکو ته واکسين شوى دى.
د جعفري د معلوماتو له مخې، تر اوسه تر ټولو ډېر په ننګرهار ١١٧٧ او تر ټولو لږ په بدخشان او هلمند ولايتونو کې (١٠-١٠) روغتيايي کارکوونکو ته د کرونا واکسين تطبيق شوى دى.
خو دې وويل چې تر دې وروسته به د واکسين د تطبيقولو لړۍ چټکتيا ومومي، ځکه يواځې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٥٣٣ روغتيايي کارکوونکو ته واکسين تطبيق شوى دى.
هغې زياته کړه: ((د واکسين شوو نظامي کارکوونکو د شمېر په اړه موږ معلومات نه لرو دا بايد هغوى خپله معلومات ورکړي او خبريالانو ته تر اوسه د واکسين کولو عمومي لړۍ نه ده پيل شوې.))
که څه هم د ياد واکسين په اړه ځينې اندېښنې موجودې وې چې د روغتيا نړيوال سازمان له لوري نه دى تاييد شوى خو د عامې روغتیا وزارت وایي، دغه لړۍ وروسته له هغه پیل شوه چې یاد واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا تایید شو.
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن