کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٩): روسيې لوري اعلان وکړ چې د روسيې دولتي رېل پټلۍ شرکت او همدارنګه روسي خصوصي شرکتونه په افغانستان کې د رېل پټلۍ پراختيا کې همکارۍ او پانګونې ته چمتو دي.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت له خوا د کب په ١٠مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د روسيې سوداګرۍ او صنايعو له مرستيال وزير الکساندر نيکلايويچ موروزوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاريو په اړه ناسته وکړه.
سرچينې زياته کړې، د ناستې په جريان کې د بهرنيو چارو وزیر څرګنده کړه چې د اقتصادي همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او په سیمه کې د همغږۍ په پیاوړي کولو کې کليدي رول لري.
د هغه په وينا، له همدې امله افغانستان غواړي چې له روسیې سره ګډې اقتصادي او سوداګریزې پروژې طرحه او پلې کړي.
اتمر وايي، دواړو لورو هوکړه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د ګډ اقتصادي- سوداګرۍ کمېسیون درېیمه ناسته ترسره شي او دواړه خواوې به د اقتصادي همکاریو پر پلان کار وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ناستې په ترڅ کې دواړه لورو د رېل پټلۍ په سکتور کې د همکاريو په هکله هم مفصلې خبرې وکړې او روسیي لوري اعلان وکړ چې د روسيې دولتي رېل پټلۍ شرکت او همدارنګه روسي خصوصي شرکتونه په افغانستان کې د رېل پټلۍ پراختيا کې همکارۍ او پانګونې ته چمتو دي.
حنيف اتمر د مزار- کابل- پېښور، تورغونډۍ – هرات او امام نظر- اقينې په ګډون د رېل پټليو پروژو ته په اشارې سره وویل چې د دې پروژو په پلې کېدو سره به روسیه د مرکزي اسیا او افغانستان له لارې له سوېلي اسیا سره ونښلول شي.
د سرچينې په وينا، په پای کې هوکړه وشوه چې د افغانستان د رېل پټلۍ چارواکي تخنیکي ډله به ډېر ژر د تجهیزاتو پېرلو او د کارمندانو روزنې په ګډون د همکارۍ په اړه د فدراتيفې روسیې هېواد ته سفر وکړي.
Views: 235
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن