Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان سفير د امريکا له خوا د دوحې تړون ارزونې ملاتړ کړی

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٩): په کابل کې د پاکستان سفير د امريکا له خوا د دوحې تړون ارزونې ملاتړ کړی، خو وايي چې شرايطو ته په کتو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته حالات برابر نه دي.

د امريکا غږ راپور له مخې، په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د (پاليسۍ او څېړنو انسټيټيوټ) له خوا د علمي ناستې پر مهال کړې دي.

د پاکستان سفير ټینګار کړی چې امريکا بايد له طالبانو سره تېر کال لاسليک شوى تړون ژر و ارزوي څو په دې برخه کې نور پرمختګونه وشي.

پر دغه تړون امريکا او طالبانو يو کال مخکې په همدې ورځ (د کب ١٠مه، په قطر کې له اتلس مياشتو مذاکراتو وروسته لاسليک وکړ، خو اوس  د جوبايډن په مشرۍ د امريکا نوي حکومت د دغه تړون د ارزولو پرېکړه کړې ده.

منصور احمد خان له امريکا غوښتي چې د دوحې تړون له مخې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو  نېټې د بدلون په تړاو له طالبانو سره سلا مشورې وکړي.

د پاکستان سفير ويلي، د دوحې تړون له مخې، طالبانو او امريکا ته ګڼ شمېر مسووليتونه ور وسپارل شوي دي.

هغه د امريکا له خوا د دوحې تړون ارزونې ملاتړ وکړ او ويې ويل چې له شرايطو پرته له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته حالات برابر نه دي.

په دغه تړون کې له افغانستانه په ١٤ مياشتو کې د ټولو امریکايي سرتېرو وتل، د طالب بندیانو ازادول، له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو پرې کول، د تاوتریخوالي کمول او د بين الافغاني مذکراتو پیلېدل شامل وو.

د تړون له مخې، افغان حکومت څه باندې پنځه زره طالب بنديان او طالبانو زر دولتي سرتېري خوشي کړل، د امريکايي سرتېرو شمېر له ١٢زرو څخه دوه نيم زرو ته ټيټ شو، بين الافغاني مذاکرات هم  پيل شول، خو يو شى چې تر اوسه نه دى شوى، د تاوتريخوالي کمېدل دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.