مزارشريف (پژواک، ۱۱کب، ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ۴۰ جوړو په ډله ييزه توګه ودونه وکړل.
پر دغو مراسمو يو ميليون افغانۍ لګښت راغلی چې د جمعيت اصلاح ټولنې او بلخ کې د خلکو د يووالي بنسټ له خوا ورکړل شوی دی.
په بلخ کې د جمعيت اصلاح ټولنې د اړيکو مسوول سيد عزيزالله هاشمي د کب په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د واده لپاره دغه کوژدن شوي ځوانان ټول بېوزله دي.
هغه زياتوي، يادو ځوانانو کلونه کلونه وړاندې کوژدې کړې وې؛ خو د واده لپاره يې پيسې نه درلودې.
نوموړي وويل: ((دغه اتيا تنه نجونې او هلکان چې ۴۰ جوړې کېږي، ټول له فقر سره لاس او ګرېوان وو او د واده کولو توان يې نه درلود، موږ خوشاله يو چې بلاخره مو نن د شرعي مراسمو په جوړولو سره د هغوی ودونه وکړل)).
هاشمي زياته کړه، د دغو مراسمو له جوړولو يې بله موخه دا وه چې کورنۍ وهڅېږي چې په ودونو کې بېځايه لګښتونه ونه کړي.
نوموړي وويل چې د ډله ييز واده پر دغو مراسمو يو ميليون افغانۍ لګښت راغلی دی.
ضياءالحق د مزارشريف اوسېدونکی دی چې نن يې په ياد ډله ييز واده کې له خپلې مېرمنې سره ګډ ژوند پيل کړ.
هغه پژواک ته وويل چې درې نيم کاله يې پر کوژدې تېر شوي وو؛ خو د بېوزلۍ له امله يې د واده کولو توانايي نه درلوده.
نوموړي زياته کړه: ((که خدای پاک دغه مراسمو کې د ګډون چانس نه وای راته برابر کړی؛ نو اوس به مې هم واده پاتې وو، کار روزګار نشته، واده مصرف غواړي چې ما نه شو کولای، اوس خوشاله يم چې دوی راته واده وکړ)).
نوموړی زياتوي، ډېر ځوانان د لوړ ولور او ناسمو دودونو له امله بهرنيو هېوادونو ته په قاچاقي او خطرناکو لارو ځي، چې يو شمېر يې خپل ژوند هم بايلي.
۲۲ کلنه فاطمه هم د مزارشريف اوسېدونکې ده چې نن يې په دغو ډله ييزو مراسمو کې له خپل کوژدن سره واده وکړ او خپل بخت پسې روانه شوه.
هغې پژواک ته وویل چې د ناسمو رواجونو او لوړ ولور له امله يې پر کوژدې دوه کلونه واوښتل.
د هغې په خبره، کورنۍ بايد پر خپل اولاد زړه وسوځوي او لږ ولور واخلي.
فاطمې زياته کړه: ((زما خاوند مجبور و چې شپږ لکه افغانۍ ولور زما کورنۍ ته ورکړي، هغه يو محصل و او له پوهنتون وروسته يې کار کاوه چې د مياشتې يې ټول معاش له پنځلس زره افغانیو زيات نه وو، ما مې په کورنۍ فشار راوړ چې ولور ورنه نيم واخلي، که داسې مې نه وای کړي، نو د لسو کلونو په تېرېدو هم زموږ واده نه کېده)).
نوموړې له ديني عالمانو غواړي چې خلکو ته د ناسمو دودونو او لوړ ولور د زيانونو په تړاو تبلیغ وکړي.
په ورته مهال د بلخ د حج او اوقافو رييس مولوي محمود دانشجو پژواک ته وويل چې په ودونو کې بېځايه لګښت او د هلک پر کورنۍ فشار راوړل ناروا عمل دی.
هغه زياته کړه، د دين سپارښتنه دا ده چې په ودونو کې هېڅ لوری زيانمن نه شي.
نوموړی همدا راز وايي چې کورني بايد په هيواد کې شته بېکاري، جګړې او ناامني درک کړي او په ودونو کې د بېځايه مصارفو او ناسمو دودونو څخه په کلکه ډډه وکړي.
د ياد ډله ييز واده جوړوونکي وايي چې هرې جوړې ته يې د اړتيا وړ يو شمېر توکي هم ورکړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP