ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې دوه نيم ميليونه کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي

په نړۍ کې دوه نيم ميليونه کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي

author avatar
1 Mar 2021 - 11:37
په نړۍ کې دوه نيم ميليونه کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي
author avatar
1 Mar 2021 - 11:37

کابل (پژواک، ١١ کب ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېره دوه نيم ميليونه کسانو ته رسېدلې ده.

کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه روانه ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر څه دپاسه ١١٤ ميليونه کسانو ته رسېدلى دى.

دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٨٥ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او دوه نيم ميليونه کسان يې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٤٥٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان يې له امله مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٩ ميليونه ، په هندوستان کې يوولس ميليونه او په برازيل کې لس نيم ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٥٢٤ زره، په هندوستان کې ١٥٧ زره او په برازيل کې ٢٥٥ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه،کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانيه، ارجنټاين، چيلي، برېتانيا، ايټايیا، جرمني، ايران، ترکيه او پيرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه ٥٥٧٣٣ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٤٤٤ کسان مړه او څه باندې  ٤٩ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.