ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزيون درې کارکوونکې ووژل شوې

ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزيون درې کارکوونکې ووژل شوې

author avatar
2 Mar 2021 - 17:41
ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزيون درې کارکوونکې ووژل شوې
author avatar
2 Mar 2021 - 17:41

جلال اباد (پژواک، ۱۲ کب ۹۹): په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزيون د دوبلې برخې درې ښځينه کارکوونکې په دوو  وسله والو بريدونو کې ووژل شوې.

د معلوماتو له مخې، يادې کارکوونکې له کارځای څخه کور ته روانې وې چې بريدونه پرې وشول.

د انعکاس خصوصي تلوېزيون خبريال جاوېد رازمند د کب په ١٢مه، پژواک اژانس ته ومنله چې د دوی د دوبلې د برخې درې همکارانې په جلال اباد ښار کې په دوو بريدونو کې وژل شوې دي.

د ننګرهار ولايت يوې باوري سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې لومړی بريد نن مازيګر د څلورو بجو په شاوخوا کې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند قصبې سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، د انعکاس تلوېزيون د دوبلې برخې همکاره مرسل په دغه بريد کې وژل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، بله پېښه هم تر څلور بجو وروسته د ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د بنګړيوالانو کوڅې سيمه کې شوې چې د انعکاس تلوېزيون د دوبلې برخې دوه نورې همکارانې په کې وژل شوي او يوه لاروۍ ښځه ټپي شوې ده.

د جلال اباد حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر هم تاييد کړه چې درې جسدونه او يوه ټپي چې ټولې ښځې دي ور وړل شوي دي.

د پېښې مسوليت چا نه دی منلی.

د يادونې ده چې څو مياشتې مخکې هم په جلال اباد ښار کې د دې تلوېزيون کارکوونکې ملالۍ ميوند په يوه بريد کې وژل شوې وه.

په دې وروستيو کې په کابل، ننګرهار او نورو ولايتونو کې پر خبريالانو او د رسنيو پر کارکوونکو بريدونه زيات شوي دي.

Views: 423

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.