Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې درې تنه په ډزو ووژل شول

اسعد اباد (پژواک ۱۲ کب ۹۹): د کونړ امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو درې تنه وژلي دي.

د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول فریدالله دهقان، پژواک اژانس ته وویل چې نن له غرمې وروسته د سرکاڼو په بهراباد سیمه کې درې تنه چې په سراچه موټر کې سپاره وو، د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

ده زياته کړه، وژل شوي کسان ولسي خلک دي. پولیس سيمې ته ورغلي او پلټنې يې پيل کړې دي، ترڅو قاتلين ونیسي.

د يادولو ده چې دوه اونۍ مخکې هم په همدغه سيمه کې يو ولسي وګړی او دوه پوليس د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.