هرات ښار (پژواک، ١٣ کب ٩٩): د هرات امنیتي مسوولین وایي چې کومانډو ځواکونو د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندانه ۳۴ امنیتي سرتېري او ملکي کسان ازاد کړي دي.
د هرات والي سید عبدالوحید قتالي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه زندان د ادرسکن ولسوالۍ په کرچه کلي دی.
هغه زیاته کړه چې یاد عملیات د شپې یوولس بجې پیل او تر سهاره یې دوام درلود.
والي وایي، په عملیاتو کې لس طالبان وژل شوي او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د هرات ادرسکن ولسوال علي احمد فقیري هم دغه عملیات تایید کړل او پژواک ته یې وویل چې د ادرسکن په کروچه کې د کومانډو ځواکونو له خوا عملیات روان دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو زندان ویجاړ او د هوایي ځواک منسوبینو په ګډون ۳۴ کسان ترې ازاد شوي دي.
دغه راز د کومانډو ځواکونو ځانګړو عملیاتو قول اردو وایي چې په یادو ۳۴ کسانو کې ۱۱ د ملي اردو سرتېري، ۷ پولیس، ۳ د هوایي ځواک کسان، ۵ د پروژو ساتونکي، ۷ د دولت ملکي مامورین او یو ولسي پاڅونوال شامل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن