کابل (پژواک، ۱۵ کب ۹۹) : د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت اوو وژل شویو افغان ښځو ته د زړورتوب کلنۍ جایزې ورکولو اعلان کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هر کال په دې ورځ ( د مارچ اتمه) د نړیوال د بیلا بیلو هیوادونو یو شمیر ښځو ته دزړور توب جایزې ورکوي.
د امریکا دبهرنیو چارو وزارت لخوا د کب په ۱۵مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه جایزې د دې لپاره د دغو مېرمنو په نوم کیږي چې “د خپل ژوند لویه برخه یې افغانانو ته د هوسا ژوند برابرولو کې زیار ویستی دی.”
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي نوملړ کې د انعکاس تلویزیون وژل شوې خبریاله ملاله میوند، وژل شوې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ، کندهار کې د ښځینه زندان وژل شوې ساتونکې فرشته، د ملي امنیت ادارې د جنډر مشره جنرال شرمیلا فروغ، په غزني کې د پولیسو وژل شوې افسره فاطمه رجبي، د افغانستان بشري حقوقو خپلواک کمیسیون وژل شوې کارکوونکې فاطمه نتاشا خلیل او لرې پرتو سیمو ته مرسته رسوونکې مریم نورزاد شاملې دي.
دوی له تیر کال راهیسې په بیلا بیلو وختونو د ماین چاودنو او وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي.
د امریکا حکومت په داسې حال کې وژل شویو افغان میرمنو ته د زړورتوب جایزې ورکوي چې هدفي وژنو د نارینه وو په شمول له ښځینه فعالینو هم قرباني اخلي.
په روانه اونۍ کې د ننګرهار جلال آباد ښار کې د انعکاس تلویزیون درې نورې کارکوونکې هم ووژل شوي.
د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددې اعلان هرکلی کړی دی.
Views: 30
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP