ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د ستونزو حل ته د اساسي قانون په شتون کې بلې طرحې ته اړتیا نشته

غني: د ستونزو حل ته د اساسي قانون په شتون کې بلې طرحې ته اړتیا نشته

author avatar
6 Mar 2021 - 13:21
غني: د ستونزو حل ته د اساسي قانون په شتون کې بلې طرحې ته اړتیا نشته
author avatar
6 Mar 2021 - 13:21

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۹۹): ولسمشرغني د ملي شورا د ۱۷ مې دورې د درېيم کال ناستې د پرانيستو په مراسمو کې وویل، هر بنسټ کولای شي د افغانستان د حل لارې په توګه طرحه ولیکي،خو اصلي وثیقه اساسي قانون دی، بلې طرحې ته اړتیا نه شته.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ کابل ته د سفر پر مهال «افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو» پر طرحې د افغانستان له دولتي چارواکو او ځینو سیاستوالو سره خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوري چارواکي ویلي چې خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې د افغانستان حکومت ته داسې طرحه سپارلې، چې که ومنل شي، له مخې به‌ یې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د با نفوذه هېوادونو، حکومتي چارواکو او له حکومته بهر سیاسي مشرانو په ګډون په لوړه کچه يو ناسته جوړه شي.

خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي شورا ۱۷ مې دورې درېیم تقنیني کال د پرانیستې په مراسمو کې وویل،  هغه کسان چې قدرت ته د رسېدو لپاره په ډول ډول دروازو پسې ګرځي، باید پوه شي چې یوازينۍ دروازه  قدرت ته د  رسېدو لپاره ټاکنې دي.

غني زیاتوي:"هر بنسټ کولای شي چې طرحه ولیکي او هغه د افغانستان لپاره حل لاره وبولي، مګر زموږ وثیقه قانون اساسي دی او بلې طرحې ته ضرورت نشته."

د هغه په خبره، ټول ټینګار یې پر نظام او ټاکنو دی او له سولې وروسته به هم ملي جوړښتونه خوندي پاتې کیږي

د افغانستان د خلکو له مشورې پرته به د هیڅ برخلیک ټاکونکو موضوعاتو په اړه ګام اوچت نه کړي او نه باید د سولې خبرو کې شخصي غوښتنو ته لومړیتوب ورکړل شي.

خو په ورته مهال هغه زیاته کړه:"۴۲ کاله کېږي، چې افغانان له سوله ييز ژوند څخه محروم دي، اوس خلک د دې جګړې پاى ته رسېدل غواړي، اوس د يوې واقعي سولې لپاره زمينه برابره شوې ده."

هغه پر پاکستان غږ وکړ چې دغه هېواد دې رښتینې سولې ته راشي څو د دوو خپلواکو دولتونو او ملتونو په توګه سره مثبت ګامونه پورته کړي.

دی وايي:"رښتینې سوله مرکزي اسیا ته موږ نږدې کوي او پرته له دې سیمه له بدو زیانونو سره مخ کېدونکې ده. پاکستان باید د تېرو لسیزو سیاست ته تغییر ورکړي او افغانستان د یوه خپلواک او سرلوړي هېواد په توګه ومني."

هغه زیاته کړه، طالبانو ته یې پیغام دا دی چې ولس له جګړې ستړی شوی، سوله غواړي او طالبان دې د ملت روا غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

د ولسمشر غني په وینا، هېڅوک په وېرې او ګواښ د افغانانو غږ نه شي ټيټولی، طالبان باید د افغانانو غږ واوري او پر خپلو ژمنو ودریږي.

دی وايي، په دې وروستیو کې د هدفي وژنو ډېری قربانيان ملکي وګړي، پېژندل شوې څېرې، علما، خبریالان او ښځې دي، چې دغه بریدونه «په اصل کې د طالبان په فکر او عمل تر سره کېږي.»

ولسي جرګې د روان کال د کب په څلورمه او مشرانو جرګې د سلواغې په لومړۍ نېټه ژمنۍ رخصتي پیل کړې وه چې په پای ته رسېدو سره یې نن د ملي شورا د ۱۷ دورې درېیم تقنیني کال پیل شو.

د اساسي قانون د ۱۰۷ مې مادې له مخې، ملي شورا په کال کې دوه عادي غونډې دایروي، د ملي شورا د دواړو جرګو د غونډو د کار موده په کال کې نهه میاشتې ده. د اړتیا په وخت کې شورا کولای شي دا موده اوږده کړي.

دغه شوار په کال یو ځل یوه نیمه میاشت ژمنۍ او بیا یوه نیم میاشت د دوبي رخصتي لري.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.