ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

         پولیسو په کندهار ښار کې د دوو دیني عالمانو د وژلو په تور يو کس نيولى

         پولیسو په کندهار ښار کې د دوو دیني عالمانو د وژلو په تور يو کس نيولى

author avatar
6 Mar 2021 - 15:53
         پولیسو په کندهار ښار کې د دوو دیني عالمانو د وژلو په تور يو کس نيولى
author avatar
6 Mar 2021 - 15:53

کندهار (پژواک، ۱۶ کب ۹۹): د کندهار امنیه قومانداني وايي، هغه وسله وال بریدګر یې نیولی چې څو اوونۍ وړاندې یې په کندهار ښار کې دوه دیني عالمان په جلا جلا هدفي بریدونو کې وژلي وو.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بریدګر د کندهار ښار د ۹مې امنیتي حوزې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د عبدالوهاب په نوم نیول شوي تن چې اوسمهال د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې اوسېږي او په اصل کې د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په خپل جرم اعتراف کړی دی.

نوموړی وايي، د خپلو دوو ملګرو (جانان اغا او مولوي نور محمد) په ملتیا یې د (ساقي) په مشرۍ په کندهار ښار کې هدفي وژنې کولې.

هغه زیاتوي: ((یو زه وم، بل ساقي و، د ښار په نهمه ناحیه کې مو مولوي عبدالباقي د کور په دروازه کې ترور کړ، دوی ویل دا د حکومت ملا دی، بیا مو مولوي عبدالباري ترور کړ چې په یوه مدرسه کې یې کوچنیانو ته درس هم وایه، دوی ویل دا هم د حکومت ملا دی.))

د ده په خبره، تر دغو پېښو وروسته د پولیسو له خوا ونیول شو.

مولوي عبدالباري چې دینې مدرسه یې هم لرله د سلواغې په ۱۲مه په خپل کور کې او مولوي عبدالباقي د همدې میاشتې په ۱۵مه د خپل کور په دروازه کې وژل شوی و.

دواړې پېښې د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې شوې وې چې د چارواکو په وینا، د نیول شوي تن نور ملګري د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.

تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

Views: 368

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.