مزارشريف (پژواک، ١٧ کب ٩٩): د بلخ پولیس تاییدوي چې د دغه ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه بيز طالبانو برید کړی او ۱۴ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د کب په ۱۷مه پژواک اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د نهرشاهي ولسوالۍ په ترکمنیه کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو برید کې د پولیسو ۸ منسوبین وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د عادل په خبره، په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې په ډاګه نه کړه.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په یاد بريد کې ١٢ پوليس وژل شوي او يو ټپي شوى دى.
وړمه شپه هم د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې د ملي اردو ۱۱ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 132
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن