ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې اداري پلاوي څلور غړي وټاکل شول

د مشرانو جرګې اداري پلاوي څلور غړي وټاکل شول

author avatar
7 Mar 2021 - 16:04
د مشرانو جرګې اداري پلاوي څلور غړي وټاکل شول
author avatar
7 Mar 2021 - 16:04

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۹): محمد علم ایزدیار د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال، محمد اکبر ستانکزی د دويم مرستيال، راحله دوستم د منشي او فیصل سمیع د نايب منشي په توګه ټاکل شوي دي.

د ملي شورا د درېیم تقنیني کال ١٧مه دوره تېره ورځ د ولسمشر له خوا پرانیستل شوه.

د اساسى قانون په ٨٧یمه ماده کې راغلي: ((د ملي شورل لـه دواړو جرګـو څخـه هـره يوه د كـار د دورې پـه پيـل كـې لـه خپلـو غړو څخـه يـو تـن د ریيس پـه توګه د يـــوې تقنينـــې دورې لپـــاره، دوه تنـــه د لومړي نايب او دويم نايـب او دوه تنـه د منشـي او د منشـي نايـب پـه توگـه، د يو کـال لپاره انتخابوي.))

پر دې اساس، تېره ورځ د مشرانو جرګې په فوق العاده ناسته کې د مشرانو جرګې د لومړي نايب څوکۍ ته محمدعلم ایزدیار او د منشي نايب څوکۍ ته محمد فیصل سمیع ځانونه کانديد کړي وو، د دې لپاره چې دغو څوکيو ته نور څوک نه وو کانديد شوي نو ايزديار او سميع د رايو په اتفاق پر دغو پوسټونو وټاکل شول.

د مشرانو جرګې د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، پرون د دويم نايب پوسټ ته د محمد اکبر ستانکزي او محمد اصف صدیقي ترمنځ ټاکنې وشوې چې ستانکزى د ډېرو رايو ترلاسه کولو له مخې د دويم نايب په توګه وټاکل شو.

سرچينې زياته کړې چې د دې جرګې د منشي پوسټ لپاره صالح محمد لالا ګل او نبیه مصطفی زاده کانديد وو، خو يوه يې هم لازمه رايه ترلاسه نه شوه کړاى.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، نن د منشي پوسټ لپاره بيا ټاکنې ترسره شوې چې انتصابي سناتوره راحله دوستم د ډېرو رايو په اخیستو د دې جرګې منشي وټاکل شوه.

د يادونې ده، له راحلې دوستم سره دغه پوسټ ته طیب عطا کانديد و.

دا په داسې حال کې ده چې له راحلې دوستم پرته يادو درېیو کسانو تېر کال هم پر همدې پوسټونو دندې ترسره کولې.

Views: 95

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.