کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٩): د ټولګټو وزارت وايي چې د شمال او مرکز ترمنځ د لارې د خونديتوب او نږدې کېدو په موخه د سالنګ ترڅنګ د ٣٠٠ مترو په اوږد والي يو بل تونل جوړېږي.
د دغه وزارت وياند خليل اميد د کب په ١٨مه، پژواک اژانس ته وويل چې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستيال پوهنیار انجنیر پاینده محمد انوري، د دې وزارت تخنیکي مرستیال دیپلوم انجنیر عبدالقیوم ځاځي او د ملي پراختیا شرکت مشر عبدالرحمن عطاش له سالنګونو څخه لیدنه وکړه.
هغه زياته کړه، په دې سفر کې چې تخنیکي انجنیرانو هم ګډون درلود، د سالنګ له سړک، پلونو، ګالریو، تونل، د هواپېژندنې له سټېشن، د ژغورنې خونو او د سالنګونو له ریاست څخه لیدنه او ارزونه وشوه.
اميد واىي، د ټولګټو وزارت مرستیالانو دغه راز د سالنګ ریاست اړوندو مسوولینو او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د ويجاړ شویو پلونو او لارو د پرانيستو پاتې کېدو لپاره باید لازم اقدامات تر سره کړي تر څو دا لویه لار شپه او ورځ د هېوادوالو پر مخ پرانيستې وي.
د نوموړي په وينا، د سالنګ د بیارغونې لپاره د ټولګټو وزارت د ټرانس هندوکش پروژې له لارې سروې او ډیزاين بشپړ شوي او د بودیجې په تر لاسه کولو سره به د سالنګ پر اساسي بيارغونه کار پیل شي.
د ټولګټو وزارت وياند وويل، په سالنګ کې به د اوسني تونل د بیارغونې تر څنګ ۳۰۰ متره اوږد يو بل تونل هم جوړ شي چې د شمال او مرکز تر منځ به لاره نوره هم خوندي او لنډه کړي.
خليل اميد زياتوي، د نوي تونل د ډیزاین کار هم تر ۸۵ سلنې زيات پرمختګ لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP