Language

د کندهار سوداګر په ګمرکونو کې د توکو د محصولولو له اوږدې پروسې شکایت کوي

کندهار (پژواک، ۱۸ کب ۹۹): د کندهار سوداګر وايي، په ګمرکونو کې د توکو په محصول کې ځنډ، د ولایتونو په کچه د محصول په اخیستلو کې انډول نه مراعتول او د جوازونو په تمدید کې ځنډ هغه موارد دي چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

سوداګر په داسې حال کې د خپلو دغو ستونزو یادونه کوي چې تېره ورځ د مالیې سرپرست وزیر کندهار ته سفر کړی و او د دې ولایت د ګمرک او مستوفیت چارې یې له نژدې و ارزولې.

سوداګر وايي چې خپلې دا ستونزې یې د مالیې له سرپرست وزیر او کندهار له چارواکو سره هم شریکې کړي او له هغو یې د هواري غوښتنه کړې ده.

د حاجي سید محمد په نوم د خوراکي توکو یوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وویل، په ګمرکونو کې د سوداګرو توکي په ورځو او ان په اوونیو د محصولولو په نوم ځنډول کېږي چې دغې چارې سوداګر زیانمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، دا ستونزه هغه مهال لا جدي وي چې سوداګرو د لومړي ځل لپاره نوي توکي وارد کړي وي، د ګمرک د مامورنیو له خوا سوداګر اړ کېږي چې کابل ته لاړ شي، نرخ راوړي، څو دوی یې د هماغه نرخ له مخې محصول کړي.

دی وايي، دغې چارې پر سوداګرۍ بده اغېزه کړې او سوداګر یې له خپل کاره زړه ماتې کړي دي.

نوموړی په دې برخه کې هم د ګمرک د مامورینو او هم د سوداګرو تر منځ د فساد یادونه کوي چې ډېر مهال په خپل منځ کې سره جوړېږي، په خپله نرخ ټاکي او توکي محصولوي.

د حاجي عزیز احمد په نوم یو بل سوداګر هم د ستونزو یادونه کوي او وايي چې هغوی د کندهار، هرات، نیمروز او فراه په ګمرکونو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دی وايي، ډېر مهال د محصول او تشریح د ځنډنۍ پروسې له امله د دوی توکي یا خرابېږي او یا خپل کیفیت له لاسه ورکوي.

نوموړی د یوې بلې ستونزې یادونه هم کوي او وايي د بېلابېلو ولایتونو په ګمرکونو کې د توکو په محصول کې انډول نه مراعتېږي او یو له بله توپیر لري.

دغه راز د جواز تمدیدول یوه بله جدي ستونزه ده چې ځنډ یې سوداګر له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې سوداګرو ته دې د ستونزو جوړولو پر ځای اسانتیاوې برابرې کړي چې په دې توګه به د دولت عواید هم پورته لاړ شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر هم په ګمرکونو کې د توکو په محصولو کې ځنډ، د ولایتونو په کچه د محصول په اخیستلو کې انډول نه مراعتول او د جوازونو په ځنډ تمدید د سوداګرو عمده ستونزې یادوي.

نوموړی وايي، دغه ستونزې یې د کندهار له والي او د مالیې له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې شریکې کړي چې هغوی یې د هواري ژمنه کړې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د مالیې سرپرست وزیر محمد خالد پاینده د سوداګرو د ستونزو په تړاو د کندهار له والي او سوداګرۍ خونو له استازو سره غونډه لرله چې د دغو ستونزو د حل په اړه په کې بحث وشو.

په دې لیدنه کې د کندهار والي روح الله خانزاده وویل، سره له دې چې سوداګرو موده وړاندې د خپلو ستونزو د حل په موخه کاري اعتصاب کړی و، خو لا یې هم ستونزې حل شوې نه دي.

هغه زیاته کړه، د سوداګرو ستونزې نور د زغملو نه دي، مرکزي اداره باید په ګمرکونو کې یو ډول قانون پلی کړي او د ستونزو اصلي لامل پيدا کړي.

د مالیې سرپرست وزیر محمد خالد پاینده وویل، په ګمرکونو کې د عصري تجهیزاتو کمښت او د تعرفې نه تازه کول د موجوده ستونزو لامل ګڼل کېږي چې د مالیې وزارت به ورته مناسبې حل لارې ولټوي.

ده زیاته کړه، ټولو ستونزې به په تدریجي توګه یو په بل پسې هوارې شي خو سوداګرو ته په کار دي چې په شفافه توګه د مالیې ورکړې او عوایدو په ټولولو کې له خپل حکومت سره همکاري وکړي.

د یادونې ده چې څو میاشتې مخکې د کندهار سوداګرو د خپلو دغو ستونزو له امله کاري اعتصاب هم کړی و چې اته ورځې یې دوام وکړ.

وروسته دغه کاربندیز کندهار ته د مالیې وزارت او سوداګرۍ خونې د ګډ پلاوي په راتګ او د ستونزو د هواري په ژمنو پای ته ورسول شو.

خو سوداګر وايي، چې لا یې هم ستونزې حل شوې نه دي.

Related Topics