کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٩): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د قطر او هندوستان له چارواکو سره د سولې پر وروستيو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د قطر دولتي اژانس (قنا) خبر ورکړى چې زلمي خليلزاد پرون په دوحه کې د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، په ځانګړې توګه پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.
خو ياد اژانس د دې ليدنې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
بلخوا د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر جى شينکر په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې پرون يې له زلمي خليلزاد سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې چې په دې اړيکه کې يې د افغان سولې پر وروستيو پرمختګونو په تفصيل سره خبرې کړې دي.
شينکر ويلي چې له خليلزاد سره به خپلو اړيکو ته دوام ورکوي.
زلمى خليلزاد چې د افغان سولې په تړاو په خپلو تازه هڅو کې تېره اوونۍ کابل ته راغلى و، له ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله، له پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو سياسيونو سره وليدل.
هغه د سولې پروسې ته د چټکتیا ورکولو په موخه يو شمېر نوې طرحې له ځان سره راوړې او له دوى سره يې شريک کړې دي.
بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکين هم ولسمشر غني ته په يوه استول شوي ليک کې د دغو طرحو د عملي کولو غوښتنه کړې ده.
Views: 126
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن