ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: په داخلي او بهرني بُعد کې امرانه سوله نه منو

صالح: په داخلي او بهرني بُعد کې امرانه سوله نه منو

کابل (پژواک،١٨کب ٩٩): امرالله صالح وايي، افغانستان امرانه سوله نه مني، عبدالله د هېواد په داخل کې د ارزښتونو پر تقویې ټینګار وکړ او وویل چې هېڅوک نه شي کولای پر افغانانو څه تحمل کړي او محقق بیا افغان مشرانو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک د اساسي کمزورتیاوو درلودونکی وباله.

د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال مارشال قسیم فهیم د مړینې د اوومې کالیزې په پار جوړو شوو مراسمو کې چې نن د لویې جرګې په تالار کې ترسره شول، د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح او ځینو نورو سیاستوالو ډېری خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټوني بلنکین له خوا د لیک د رسېدو په اړه وې او ويې ویل، افغانان امرانه سوله نه مني.

د پژواک د یوه راپور له مخې، د روان کال د کب په ۱۷ مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټوني بلنکین افغان سیاستوالو ته د دغه هېواد تازه طرحه وړاندې کړې چې له مخې یې له ملګرو ملتونو غوښتنه شوې چې د افغان سولې په تړاو یوه نړیواله ناسته ترسره کړي.

دغه راز په یاد لیک کې د سولې بهیر پایلې ته د رسېدو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ د ټولو بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت د نازک کېدو په اړه ګواښ هم شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپله د دغه لیک د متن ژبه «بیړنۍ» بللې ده.

صالح: بهرنۍ نړۍ ته زموږ تنګ لاسي او فقر دا معنا نه لري چې د دوی نامشروع غوښتنې ومنو.

امرالله صالح د مارشال فهیم د مړینې د اوومې کالیزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل: ((هغه طرحه چې موږ ته لېږل شوې درې برخې لري، ارزښتونه، د نن او راتلونکي ترمنځ پل دی چې د ارزښتونو په برخه کې ستونزه نه لري، خو هغه جوړ شوی پل چې هېواد راتلونکي ته بیايي، جنجالي دی، که اصلاح نه شي، دولت راتلونکي ته نه رسوي او د ۳۰ میلیون خلکو برخلیک تېرې زمانې ته وړي.))

هغه زیاته کړه: ((له امریکایانو او غربیانو د هغو کسانو په توګه مننه کوو چې زموږ مرسته یې کړې، حق لري چې د خپلو ۲۵۰۰ عسکرو به اړه کنفرانس جوړ کړي او لیک را ولېږي او له طالبانو سره خبرې وکړي، دا یې مشروع حق دی او دا زموږ هم مشروع حق دی چې د افغانستان د ۳۵ میلیون وګړو برخلیک د نورو د جنترۍ او کلیزې مطابق معامله نه کړو.))

هغه زیاته کړه: ((هغوی چې د خپلو ۲۵۰۰ عسکرو لپاره ځان ته حق ورکوي چې ۲۵۰۰ لارې تجربه کړي، زه هم د ۳۵ میلیون انسانانو د استازي په توګه د خپلو ټاکنو حق لرم او زموږ انتخابونو ته باید احترام وشي. هو بېوزله یو، هو پر مرستو متکي یو، خو لوی ویاړ دا دی چې زموږ د عزت ملا یې د تاريخ په اوږدو کې نه ده ماته کړې.))

نوموړي د دې په روښانولو چې د لیک په ترلاسه کولو نه دي اندېښمن شوي او نه د افغانستان حکومت په دریځ کې بدلون راغلی او نه را،ځي وویل: ((له غربي نړۍ سره زموږ اړیکه بنسټیزه ده، پر متقابل احترام او ګټو ولاړه ده. هره شېبه چې د دې خطر وي چې یادو ګټو ته په کې احترام نشته او اساسي ګټې تر پښو لاندې کېږي، موږ ترې خپل ملت خبروو.))

هغه زیاته کړه: ((که څه هم موږ له مالي او اقتصادي اړخه کمزوري یو، خو د عزت له نظره هېڅکله زموږ بېوزلي د دې لامل نه ده شوې چې ځان له نورو کم وګڼو او خپل عزت سازش ته نه ورکوو، بهرنۍ نړۍ ته زموږ فقر او تنګ لاسي دا معنا نه لري چې د دوی نامشروع غوښتنو ته غاړه کېږدو.))

صالح وویل: ((موږ له امریکایانو سره شاوخوا دوې ورځې خبرې وکړې، لومړۍ ورځ د بحران د ماتولو په اړه، د موجوده بحران د ماتولو اړوند موږ امریکایانو ته د سازش نه وړ لیک وړاندیز وکړ او هغه دادی... له افغانانو څخه په هېڅ شرایطو، هېڅ پلمه او هېڅ دسیسه د رایو حق نه شو اخیستلای... موږ پر اصلي مسایلو معامله او سازش نه کوو.))

نوموړي وویل، حکومت حاضر دی چې له طالبانو سره د ټاکنو، د ټاکنو قانون په اړه خبرې وکړي خو د اساسي قانون د تعدیل او نظام د شکل د تغییر په اړه به هېڅکله خبرې ونه کړي.

صالح د خپلو خبرو په یوه برخه کې د شریعت عالي شورا د جوړېدو په اړه چې د دې طرحې په یوه بند کې یې یادونه شوې، زیاته کړه: ((هغه ملت چې د زوی نوم یې امام ابوحنیفه دی، اوس یو ــ دوه ملایان له حقانیې مدرسې راشي او ووايي چې له سره تاسو ته د مسلمانۍ لېسانس درکوو، زه به دغه سند تر ابده لاسلیک نه کړم حتی که یواځې هم پاتې شم.))

هغه د دې په یادولو چې افغانان په هېڅ عنوان نه په داخلي او نه په بهرني بعد کې امرانه سوله نه مني، وویل: ((طالبان یو واقعیت دی یا تریخ یا خوږ، موږ له دوی سره سولې ته حاضر یو... خو موږ یو بل نه شو حذف کولای، موږ همدې پختګۍ ته رسېدلي یو چې طالبان نه شو لرې کولای، زموږ هیله داده چې دوی هم د لرې کېدو له سیاسته تېر شي.))

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.