ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خصوصي سکتور د کابل نړيوال هوايي ډګر کې د ٤١٤ ميليونه ډالرو پانګونه کوي

خصوصي سکتور د کابل نړيوال هوايي ډګر کې د ٤١٤ ميليونه ډالرو پانګونه کوي

author avatar
9 Mar 2021 - 21:06
خصوصي سکتور د کابل نړيوال هوايي ډګر کې د ٤١٤ ميليونه ډالرو پانګونه کوي
author avatar
9 Mar 2021 - 21:06

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٩) :  د چارو اداره وايي، خصوصي سکتور د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر پر څلورو پروژو په ټولیزه توګه ۴۱۴ میلیون ډالره پانګونه کوي.

له ارګ څخه د کب په ١٩مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينې زياته کړې، د غونډې په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا واحد ريیس عطاء نصيب  د کابل په حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې د عامه او خصوصي مشارکت پروژو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

نوموړي زياته کړه، په دغو پروژو کې د مساپرو لپاره د نوي بین المللي او کارګو ترمینلونو، د صادراتو پروسس زون ساحې ایجاد او پنځه ستوزیر هوټل جوړول شامل دي او په دغو څلورو پروژو په ټولیزه توګه خصوصي سکتور ۴۱۴ میلیون ډالره پانګونه کوي.

هغه وويل ، دې پانګونې سره ۲۰ زرو تنو ته په مستقیمه او غېرمستقیمه توګه د کار زمینه برابرېږي او همداراز په کلني ډول دولت ته ۴۹،۲ میلیون ډالره مالیه ورکول کېږي چې د هیواد د اقتصادي ودې او هوساینې لامل ګرځي.

ولسمشر غني د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو ورسته په حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې د عامه او خصوصي مشارکت پروژې طرحه په پرنسیب کې تایید کړه.

هغه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا واحد ته دنده وسپارله چې د ملکي هوايي چلند او نورو اړوند ادارو په همکارۍ دې د قرارداد څرنګوالی، شېوه او اعلان ته سپارل، د پروژې مدیریت، د ډیزاین ظرفیت او د یادو پروژو څارنه بیا وارزوي او راپور دې د اقتصادي عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.

همداراز د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو او د افغانستان بانک ته  دنده وسپارل شوه چې د هیواد د صادراتو پروسس زون قانون ترتیب او پړاوونه دې بشپړ کړي.

په همدې ترتیب جمهوررئیس د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا واحد او د ملکي هوایي چلند ادارې ته دنده وسپارله چې د ټولو نړيوالو هوايي ډګرونو لپاره د صادراتو د پروسس طرحه ترتیب کړي.

وروسته د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا واحد ريیس، د خیرخواه الکترونیکي کمپلکس جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

نوموړي زیاته کړه، په دغه کمپلکس خصوصي سکتور د ۳۲ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه کوي او ۱۰ زره پنځه سوو کسانو ته به په مستقیم او غېر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

ولسمشر غني د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته د خیرخواه الکترونیکي کمپلکس جوړولو طره په پرنسیب کې تایید او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا واحد ته یې دنده وسپارله چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت، کابل ښاروالۍ، ملي بانک او اړوندو ادارو سره په همکارۍ دې د ځمکې د بیې د دقیق تشخیص، د قرارداد د عقد او پروژو د مدیریت څرنګوالي په اړه واضح کړنلاره ترتیب او د اقتصادي عالي شورا یوې غونډې ته دې وړاندې کړي.

همداراز غونډې پرېکړه وکړه هغه شرکت چې بین المللي جواز لري، د هغه معیاري ډیزاین تکمیل او د منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره دې ترتیب او د اوبو ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.

Views: 1367

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.