کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٩) : د هیواد لومړۍ مېرمن رولا غني (بي بي ګل) د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د پُستي ټکټ پرانیستې په مراسمو کې چې په ارګ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
له ارګ څخه د کب په ١٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغو مراسمو په پیل کې د افغان پُست دولتي شرکت ريیس احمد وحید ویس وویل، اوس پُستي خدمتونه طلایي دورې ته داخل شوي دي. په دې دوره کې د ولسمشر د پاملرنې پر بنسټ د پُستي خدمتونو پرمختګ یو ځل بیا غوړېدلی چې د نړيوالو معیارونو مطابق د پُستي خدمتونو پراختیا، دیجیتلي او عصري کول په کې شاملېږي.
هغه زیاته کړه، د انکشاف او بین المللي ملاکونو مطابق د پُستي خدمتونو عرضه او په هیواد کې د پُستي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د سالمې سیالۍ فضا د ایجاد په خاطر، د افغان پُست ریاست د ولسمشر د حکم پر بنسټ د مخابراتو وزارت پر افغان پُست دولتي شرکت حقوقي شخصیت بدل شوی دی.
د افغان پُست ريیس د هیواد د ښځو د ملاتړ په برخه کې د دغه بنسټ د اقداماتو په اړه وویل، د ښځو د اقتصادي وضعیت د ودې لپاره د افغان پُست شرکت د شپږو میاشتو راپدېخوا په ملي او بین المللي سطحه د سوداګریزو سمپلونو او مراسلاتي بستو د لېږد په برخه کې د افغان ښځو سوداګرۍ خونې سره همکاري کوي.
نوموړي همداراز د متشبثو ښځو د ملاتړ او بازار موندنې، اشتغال زایي، خوندي کاري فضا د ایجاد، د ښځو د پیاوړتیا، دوی ته د روزنیزو برنامو جوړولو او کاري زده کړې فرصت د ایجاد، یوې مېرمنې ته د برېښنایي سوداګرۍ خدمتونو د مدیریت او رهبرۍ سپارلو، د ښځو له لورې د پېرېدونکو خدمتونو رهبري او ښځو ته د افغان پُست له ۳۰ نه تر ۴۰ سلنې پورې بستونو د مختص کېدو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته د هیواد لومړۍ مېرمن د ښځو د نړیوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د خوښۍ ځای دی چې افغان پُست د ښځو نړیوالې ورځې تر نامه لاندې د نوي پُستي ټکټ په نشرولو سره، د دې ورځې ارزښت څو برابره کړ.
دې زياته کړه : (( دغه پُستي ټکټ زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د قومي تنوع، ښکارندویي کوي.))
هغې د افغان پُست مننه او قدردانی وکړه چې د دغه پُستي ټکټ په نشرولو سره نړۍ ته د افغان ټولنې مثبت تصویر وړاندې کوي.
د دغو مراسمو په پای کې د هیواد لومړۍ مېرمن رولا (بي بي ګل) غني او د افغان پُست دولتي شرکت رئیس احمد وحید ویس، د ښځو ورځې پُستي ټکټ رسما پرانیست.
Views: 53
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP