Pajhwok Afghan News

“د ګردېز-ډنډپټان سړک د اساسي بيارغونې ۴۰ سلنه سروې تر سره شوې”

ګردېز (پژواک، ١٩ کب ۹۹): د ګردېز ــ ډنډپټان ترانزيټي سړک شاوخوا ١٢ کاله وړاندې جوړ شوی، خو د خراب کيفيت له امله کابو ټول بېرته ويجاړ شوی او اوس يې د بيارغولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د دغه شاوخوا ۷۸ کيلو متره سړک په اوږدو کې نهه ولسوالۍ پرتې دي چې له همدې لارې له مرکز ګردېز سره نښلول شوې دي.

په ۱۳۹۳ کال کې د ټولګټو چارو وزارت له خوا د دغه سړک بيارغونې ته ۱۹۹ ميليونه افغانۍ منظورې او کارونه يې پيل شول.

د پکتيا ولايت د ټولګټو او سړکونو ساتنې چارو رياست مشر جهانيار اکبرزي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې اوسمهال وزارت غواړي دا مهم سړک په اساسي ډول له سره ورغوي.

اکبرزی وايي چې د يادې چارې لپاره له وزارت څخه د سروې ځانګړي ټيمونه راغلي او لا هم په سيمه کې د سروې پر چارو بوخت دي.

نوموړی د دغه سړک ارزښت خورا زيات يادوي او وايي چې په جوړېدو سره به يې د لسګونه زره خلکو د تګ، راتګ د ستونزې د حل سربېره سوداګريز تګ، راتګ لا ډېر وغوړيږي.

هغه پژواک ته وويل: ((تقريبا ۴۰ فيصده سروې يې بشپړه او تر ډيزاين لاندې ده، د پاتې برخې د سروې کارونه په چټکۍ روان دي.))

دغه راز د پکتيا والي محمدحليم فدايي هم ټينګار کوي چې د ځينو نورو مهمو پروژو سربېره د دې سړک اساسي جوړېدل هم په پلان کې دي او جدي کار به پرې وشي.

فدايي وويل: ((موږ د دې سړک او ترانزيټ لپاره پر يوې جامع طرحې کار کړی، چې د ولايت اداري او سکتوري جلسو تصويب کړې او په دې کې لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ټول مسايل او فعاليتونه ځای شوي دي.))

د پکتيا ولايتي شورا بيا د پروژو د عملي چارو پر ځنډ نيوکه کوي او وايي چې د دغه سړک د اساسي بيارغونې ژمنه شاوخوا اووه کاله وړاندې شوې وه، خو په خبره يې تر اوسه يې آن لا نيمايي سروې هم نه ده بشپړه شوې.

د يادې شورا مشر عبدالمالک ځاځی پکتيا ته پر زياته پاملرنه ټينګار کوي او وايي چې له کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د ټولګټو چارو وزارت اړوند ځينې پروژې نيمګړې پاتې دي.

ځاځي زياته کړه: ((دا لس کاله کيږي چې د دغه سړک، د ځاځيو، د څمکنيو ــ جانيخېلو، سيدکرم ــ لجه منګل، د زرمت، روحاني بابا، مچغلو او داسې ځينو نورو سړکونو سروې او ډيزاين نه تکميليږي؛ حلقوي سړک خو تقريبا څلور کاله مخکې افتتاح شوی اوس بايد جوړ هم وای، خو لا يې درک نشته دى.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پکتيا اوسېدونکو د ګردېز-پټان د لويې لارې پر اساسي جوړېدو ټينګار کړى دى.

Views: 73

Exit mobile version