خوست ښار (پژواک،۱۹ کب ۹۹): په خوست کې د ۲۱.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي دا ودانۍ د خوست مرکز اړوند د لکڼو په سٍرکيو بوړيو کې د هندوستان هېواد په مالي مرسته د تېر يو نيم کال په موده کې جوړه شوې ده.
د ولايتي مسوولينو په وينا، د ښوونځي دا ودانۍ په درې پوړونو کې چې ۱۸ درسي خونې، لابراتوار، کمپيوټر لېب، د څښلو اوبو څاه، ۶۸۸ متره احاطه او نور اړين ملحقات لري، په عصري او مجهز ډول جوړه شوې ده.
د خوست د پوهنې رييس نصيراحمد روښان پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې سره به د دغه ښوونځي د زده کړو په کيفيت کې هم ښه والی راشي.
هغه وايي: ((له دې څخه علاوه په خوست کې شاوخوا سل نور مکتبونه دي چې بې ودانيو دي او اشد ضرورت دی. که موږه په اوسمهال کې د زده کړو کيفيت ښه کوو، يو عمده عنصر به يې مناسب درسي چاپيريال وي، چې بدبختانه څلوېښت سلنه زده کوونکي لا هم مناسب درسي چاپيريال ته په خوست کې لاس رسى نه لري.))
له دې مخکې د دغه ښوونځي زده کوونکو د ونو تر سيوري لاندې زده کړې کولې چې د باد او باران پرمهال به رخصت وو.
نوموړى وايي، د يادې ودانۍ په جوړېدو سره د ښه درسي چاپيريال د رامنځته کېدو ترڅنګ د هغوی په درسونو کې ځنډ هم له منځه لاړ.
د سيف الله او محمدعابد په نومونو دوو تنو زده کوونکو په دې اړه پژواک اژانس ته وويل: ((مخکې موږ د بارانونو څخه ډېر په تکليف وو، ښوونځی به نه و او کورونو ته به تلو. مخکې به موږ ښه درس نه شو ويلی، د کال نيمې ورځې به رخصتيو کې تېرېدې، ځکه چې باران به و، ګرمې به وه او موږ به نه شوای کولی چې درس ته په ښه ډول ادامه ورکړو.))
ورته مهال د خوست د ولايتي شورا غړي او د يادې سيمې اوسېدونکي قمرعلي لکڼوال بيا وويل چې د سيمې قومي مشرانو ددغه ښوونځي لپاره د ودانۍ په جوړولو کې هم نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
ده زياته کړه: ((داسې پروژې چې د ولس لپاره عامه المنفعه پروژې وي، لکه دا مکتبونه، ليارې او سړکونه، نو انشاالله په دې سره هم ولس خوشحال دی او هم به ولس د حکومت او نظام نه ملاتړ کوي او حکومت نه هيله ده چې دې ته ورته نورې پروژې هم پلې کړي.))
د خوست د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، د تېرو درېيو کلونو په ترڅ کې د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې د ۱۲۰ ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP