ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سوله کې د ملګرو ملتونو رول؛ د يوناما مشره دوحې ته تللې ده

په سوله کې د ملګرو ملتونو رول؛ د يوناما مشره دوحې ته تللې ده

author avatar
9 Mar 2021 - 15:04
په سوله کې د ملګرو ملتونو رول؛ د يوناما مشره دوحې ته تللې ده
author avatar
9 Mar 2021 - 15:04

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٩): د امريکا له خوا په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو د غوره رول له غوښتلو وروسته په افغانستان کې د يوناما مشره قطر ته تللې، څو په دې تړاو د دولت او طالبانو له مذاکراتي ټېمونو سره وګوري.

د امريکا له خوا د افغان سولې پروسې ته د چټکتیا ورکولو په موخه په نوو طرحو او وړانديزونو کې يو دا هم دی چې ملګري ملتونه دې په دې پروسه کې برجسته رول ولوبوي او په دې تړاو دې يو نړيوال کنفرانس را وغواړي.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دا نوي وړانديزونه او طرحې تېره اوونۍ کابل ته د خپل سفر پر مهال له حکومتي چارواکو او افغان سياسيونو سره شريک کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما) له خوا د کب په ١٩مه په يوه خپره شوې لنډه خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې مشره ډيبورا لاينز د قطر پلازمېنې دوحې ته تللې، څو هلته د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي او طالب استازو سره د سولې راتلونکو ګامونو په تړاو خبرې وکړي.

سرچينې زياته کړې، مېرمن لاينز به په دوحه کې د افغان سولې له ښکېلو خواوو او نړیوالو سره د سولې بهیر د راتلونکو ګامونو په تړاو هر اړخیز بحثونه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې يوناما په داخل کې هم د سولې په تړاو ليدنې کتنې پيل کړې او د دې ادارې مرستيالې د جمعيت  ګوند له مشر صلاح الدين رباني سره نن ليدلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر (یوناما) مشرې داسې مهال دوحې ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې په ترکیه کې د ملګرو ملتونو په مرسته د یوې جوړېدونکې غونډې او ټولشموله انتقالي حکومت طرحه راوړې.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته یو لیک استولی او غوښتنه یې کړې چې د نوو خبرو پر وړاندې خپل مثبت نظر څرګند کړي.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.