جلال اباد (پژواک ۲۰ کب ۹۹): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د دغه ولايت سره رود ولسوالۍ کې د سلطانپور چینو او شاه فیض الله اغا زیارت د بیارغولو چارې پیل شوې.
سلطانپور تاريخي چينې په ننګرهار کې د اهل هنوډ او سيکانو مذهبي چينې دي چې د اسيا په کچه شهرت لري.
د دغو تاريخي ځايونو د بيارغونې چارې د کب په ۲۰مه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او سره رود ولسوالۍ مسولينو له لورې د پټۍ په پرې کولو پيل شوې.
پدې مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحیم الله خوږیاڼي خوښي وښوده، چې نن د کب شلمه د تاریخي ابداتو د نړیوالې ورځې سره سم د دوو سترو تاریخي سیمو د بیا رغونې چارې پیلوي.
هغه زياته کړه:(( له کلونو ځنډ وروسته د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د ۵۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت د سلطانپور تاریخې چینې او شاه فیض الله اغا زیارت د بیارغونې چارې د CFONS او BRD ادارو لورې پیل شوې چې په ۶ میاشتو کې به بشپړي شي.))
خوږیاڼي وویل، چې پر سره رود سربېره د ننګرهار په اوولسو نورو ولسوالیو کې هم د تاریخي ابدو او سیمو سروي روانه ده، چې تر څرنګوالي وروسته به یې اړوند کارونه پیل کړي.
پدې مراسمو کې د سره رود ولسوال معراج الدين بهسودوال له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مننه وکړه، چې د دې تاریخي سیمو د بیارغولو لپاره هڅې وکړې.
په یادو مراسمو د سره رود د پرمختایې شورا ريیس سیداحمد فاطمي د سلطانپور تاریخي چینو او شاه فیض الله اغا زیارت په بیارغولو خوښي وښوده او هیله یې وکړه، چې اړوند خلک د همدې ډول تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې لپاره لازمه پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP