کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٩): ولسمشر اشرف غني د فرهنګي میراثونو ساتنې او ملاتړ ورځې په ویاړ ۱۲ کسانو ته دولتي مډالونه ورکړل.
له ارګه د کب په ٢٠مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، محمد اشرف غني د فرهنګي میراثونو ساتنې او ملاتړ ورځې په ویاړ ۱۲ کسانو ته د لرغونو اثارو او کلتوري میراثونو ساتنې په برخه کې د غوره خدمتونو له امله د قدردانۍ په موخه دولتي مډالونه ورکړل.
سرچينې زياته کړې، په چهارچنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر وویل، افغانستان له ملموسو او غیر ملموسو فرهنګي میراثونو ډک هېواد دی، خو په تېرو څلوېښتو کالو کې د ملي موزیم په ګډون زموږ تاریخي او فرهنګي میراثونو ته سخت زیانونه اوښتي دي.
نوموړي د فرهنګي میراثونو بیارغاونې او ساتنې ته د ولسمشر له پاملرنې په مننې وویل، په ۱۴۰۰ کال کې به هغو تاریخي میراثونو ته چې لا پام نه دی ورته شوی، اساسي توجه وشي او د جمهور ريیس په ملاتړ به زموږ فرهنګي میراثونه لا ډېر خوندي شي.
په فرهنګي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار اسدالله غضنفر د فرمان له لوستلو وروسته ولسمشر روښان ولسمل، اجمل وهاب میوندي، ډاکتر عبدالواسع نجیمي او انجنیر محمود جان دوست ته د غازي وزیر محمد اکبرخان او ډاکتر ارش بوستاني، محمد امان الله یار، محمد اکبر غرزي، کتاب خان فیضي، احمدظاهر، سلطان مسعود، رفیع الله عزیزي او محمد داود صادق ته د میوند فاتح غازي محمد ایوب خان دولتي مډالونه ورکړل.
ولسمشر غني یادو مراسمو ته په وینا کې وویل: "د ځمکې پر مخ داسې قدرت نشته چې زموږ فرهنګ محوه کړي، موږ د تمدنونو مرکز، د اسیا او د اساسي تمدني بحثونو څلور لاره وو او بیا کېږو. موږ د فرهنګونو د توحید مرکز هم وو."
هغه زياته کړه چې افغانستان لا خپله لسمه برخه فرهنګي او تاریخي اثار هم نه دي پېژندلي او په دې برخه کې د اساسي څېړنو اړتیا ده.
ده وويل: "موږ باید خپله تمدني نقشه جوړه، له تمدني پلوه خپل ځان تشخیص او له یوې نوې زاویې څخه فرهنګي اثارو ته وګورو."
ولسمشر زياته کړه د تلپاتې سولې په راتګ سره به په هېواد کې ګرځندوی صنعت بدلون او وده وکړي.
هغه زیاته کړه، سږ کال به د ډیجیټل کېدو په برخه کې اساسي ګامونه واخیستل شي چې فرهنګي برخه هم په کې شامله ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP