کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٩) : په کابل کې د روسيې سفير په مسکو کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه د بهرنيو چارو له وزير حنيف اتمر سره معلومات شريک کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا د کب په ٢٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روسيې سفير ديمتري ژيرنوف پرون له محمد حنيف اتمر سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د خپل وروستي سفر په اړه د خبرو ترڅنګ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څخه د هغه او ورسره مل پلاوي ته د تاوده هرکلي له امله مننه وکړه او په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د دغه سفر لاسته راوړنې وستایلې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د روسيې سفیر په مسکو کې د افغانستان سولې مذاکراتو په اړه د کنفرانس جوړولو په هکله خبرې وکړې او افغان حکومت او سیاستوالو ته یې د بلنې لېږلو په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل.
اتمر په افغانستان کې د تلپاتې سولې لاسته راوړلو لپاره د سیمه يیزې او نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې د روسيې رول مهم وباله او ويې ویل چې له سلامشورو وروسته به د مسکو غونډې په تړاو له روسیې سره د افغان حکومت نظرونه شريک کړي.
بلخوا د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، ټاکل شوې ده چې دغه غونډه د روانې مارچ مياشتې په ١٨مه نېټه په مسکو کې جوړه شي.
سرچينې زياته کړې، په دې اړه يې د افغانستان حکومت، وسله والو طالبانو او د افغانستان سياسيونو ته بلنه ورکړې ده.
د ملي روغې جوړې عالي شورا، د حزب اسلامي، جنبش ګوند او د حامد کرزي دفترونو پژواک اژانس ته ومنله چې په ياده ناسته کې ورته بلنه ورکړل شوې، خو تر اوسه يې په کې د ګـډون په اړه پرېکړه نه ده کړې او سلا مشورې يې جريان لري.
بلخوا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکتر نعيم هم پژواک ته ومنله چې دوى ته هم مسکو بلنه ورکړې ده.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د سياسيونو او طالبانو ترمنځ دوه ځلې ناستې شوې دي.
بلخوا ويل کيږي چې د مارچ په ٢٧مه په ترکيه کې هم د افغان سياسيونو او يو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون د افغان سولې اړوند يو کنفرانس جوړېدونکى دى، چې اوس په دې اړه هم سلامشورې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP