ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 پکتيا کې يو څارنوال د بډو اخيستو په تور نيول شوی

 پکتيا کې يو څارنوال د بډو اخيستو په تور نيول شوی

author avatar
11 Mar 2021 - 18:05
 پکتيا کې يو څارنوال د بډو اخيستو په تور نيول شوی
author avatar
11 Mar 2021 - 18:05

ګردېز (پژواک، ۲۱ کب ۹۹): د پکتيا ولايت د ابتدائيه عسکري څارنوالي يو څارنوال د ۱۰۰ زره افغانيو بډو اخيستو پر مهال لاس په لاس نيول شوی دی.

د پکتيا د امنيې قومانداني يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې دا څارنوال تېره ورځ د امنيتي مسوولينو له خوا نيول شوی دی.

د سرچينې په خبره، نيول شوی څارنوال عبدالمنان نوميږي چې له يوه تن څخه يې په کومه مسئله کې د يادو پيسو غوښتنه کړې وه.

هغه زياته کړه چې څارنوال اوسمهال تر څېړنو لاندې دی.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند لعل محمد اميري هم د عبدالمنان نيول کېدل مني، خو په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

اميري پژواک ته وويل: ((څارنوال د داخلي امنيت له خوا نيول شوی، نور معلومات يې لا نه دي معلوم چې څنګه نيول شوی دی.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم يو شمېر دولتي مسوولين د بډو اخيستو پرمهال لاس په لاس نيول شوي، خو خلک پر محاکمو نيوکې کوي چې يادو کسانو ته سمه او علني سزا نه ورکوي.

Views: 142

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.