کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٩): باوري سرچينې وايي چې په بحرين کې د افغانستان، پاکستان او برېتانيا ترمنځ پر افغان سولې امنيتي ناسته شوې ده.
د افغانستان يوې باوري امنيتي سرچينې د کب په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل چې دا ناسته د بحرين په پلازمېنه منامه ښار کې شوې ده، خو کره نېټه يې په ډاګه نه کړه.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې د افغانستان له لوري د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د ملي امنيت رييس ضياء سراج ګډون کړی و.
د سرچينې معلوماتو له مخې، دغه راز په دې غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه، د اى اېس اى مشر جنرال حميد، د برېتانيا د پوځ مشر جنرال کارتر برخه اخيستې وه او پر افغان سولې پروسې يې خبرې کړې دي.
ځينو رسنيو د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر (اى اېس پي ار) له خوا په رسمي اعلاميه کې دغه خبر ورکړى دى.
خو يوه پاکستاني ژورنالېست چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د پاکستان پوځ د ناستې محرميت له امله له خپلې اعلاميې ځيني شيان بېرته ړنګ کړي دي.
د پاکستان د پوځ په تصحيح شوې خبرپاڼه کې راغلى چې د پوځ مشر جنرال باجوه په بحرين کې د دغه هېواد د ملي پوځ له فيلډ مارشال محمد بن عيسى الخليفه او د ملي امنيت سلاکار تورنجنرال شيخ نصير بن حماد الخليف سره دوه په دوه او بيا د پلاوو په ګډون ليدنې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې پر افغان سولې پروسې او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP