Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سیمه ییزې سرچینې: طالبانو د فاریاب المار ولسوالۍ نیولې ده

ميمنه (پژواک ،٢١کب ٩٩): ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په داسې حال کې د طالبانو له خوا د المار ولسوالۍ د سقوط خبر ردوي چې د دغه ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، یاده ولسوالۍ طالبانو نیولې او ۳۰ امنیتي منسوبین نادرکه دي.

د فارياب د ولایتي شورا غړي او د سیمه ییزو پاڅون کوونکو قوماندان عبدالمنان قاطع پژواک ته وویل، د هغو ۶۰ امنیتي سرتېرو له ډلې چې له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې د ولسوالۍ په ودانۍ کې کلابند وو ۲۰ کسان ژغورل شوي او د پاتې نورو د برخلیک په اړه معلومات نشته.

یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، طالبان اوس مهال د ولسوالۍ په ودانۍ کې دي، ځینې راپورونه وايي چې د ولسوالۍ په ودانۍ کې ټپي امنيتي سرتېري پر ډزو ویشتل شوي دي.

خو د طالبانو یوه سیمه ییز قوماندان له پژواک سره په خبرو کې ادعا کړې چې دوی د ولسوالۍ ټول بازار، د قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ نیولې دي، هغه ۱۲ سرتېري چې دوی د ولسوالۍ په داخل کې نیولي ټول ژوندي دي.

له پرله پسې اړیکو وروسته هم امنیتي مسوولینو د المار ولسوالۍ د سقوط په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مسوولینو ویلي چې د فاریاب المار ولسوالۍ سقوط نه دی کړی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د المار ولسوالۍ د سقوط اړوند خبرونه ناسم دي، امنیتي او دفاعي سرتېري په ولسوالۍ کې فعال حضور لري.

دغه راز ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د سقوط په تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم دي.

د سرچینې په خبره، دفاعي او امنیتي ځواکونو په المار ولسوالۍ کې په عملیاتو کې دښمن ته درانه تلفات اړولي، پراخې سیمې او ځمکې یې له طالبانو پاکې کړې، یوه پوسته چې د دښمن په محاصره کې وه ازاده شوې او ولسوالي اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د فاریاب سیمه ییزو سرچینو پژواک ته ویلي وو، په دې ولسوالۍ کې د لسګونو هغو پولیس منسوبینو وضعیت د اندېښنې وړ دی چې د طالبان په کلابندۍ کې دي.

دوی ګواښ کړی وو چې که حکومت پاملرنه ونه کړي دغه منسوبین به یا ووژل شي یا اړ دي چې دښمن ته تسلیم شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.