کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٩): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې په قطر کې د څلورو هېوادونو له ځانګړو استازو سره پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.
نوموړي دا ليدنې کتنې وروسته له هغه پيل کړې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ولسمشر غني ته په يوه ليک کې په افغان سولې پروسه کې د ملګرو ملتونو د ډېر رول اخیستو خبر ورکړى و.
په کابل کې د يوناما دفتر له خوا د کب په ٢١مه په ټويټر کې خپرو شوو لنډو خبرپاڼو کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ډيبورا لاينز پرون په دوحه کې د افغانستان لپاره د جرمني، ناروې، قطر او امريکا له ځانګړو استازو سره پر افغان سولې پروسې جلا جلا ليدنې کتنې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنو کې د افغان سولې پروسې او مذاکراتو ته د سرعت ورکولو او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو پر رول خبرې شوې، څو په افغانستان کې دوامداره سوله رامنځته شي.
يوناما ويلي چې دغه راز د دې ادارې مشرې د قطر له ځانګړي استازي ډاکتر مطق القحطاني سره په ليدنه کې په افغان سولې پروسه کې د دغه هېواد پر رول هم خبرې کړې دي.
له دې مخکې د يوناما مشرې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د سولې له مرکچي پلاوو سره هم په جلا جلا ليدنو کې د سولې پر پروسې سلا مشورې کړې دي.
بلخوا د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په دوحه کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره کتلی او په استانبول کې د افغان سولې په تړاو د کيدونکې کنفرانس په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
ټاکل شوې ده، دغه کنفرانس د مارچ په ٢٧مه د افغان مطرحو سياستوالو په ګډون جوړ شي.
Views: 55
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن