کلات (پژواک، ٢١ کب ٩٩): ځايي چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د افغان بېسيم مخابراتي شبکې يو انتن په توپ ويشتل شوى دى.
د زابل مرستیال والي حاجي عنایت الله هوتک د کب په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په شینکۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زيته کړه چې وسله والو طالبانو د افغان بېسیم انتن په ۸۲ توپ ویشتلی او ویجاړ کړی یې دى.
د مرستيال په والي په وينا، دا په شینکۍ ولسوالۍ کی یواځېنی مخابراتي انتن و چی له منځه يووړل شو او په دې سره د سيمې لسګونه زره خلک له مخابراتي خدمتونو محروم شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو په تېر يوه کال کې تر ٢٠٠ زيات مخابراتي انتونه الوځولي دي.
Views: 219
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن