کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٩): د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن وایي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ایستلو یا پاتې کېدو په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال دوحې تړون له مخې، امريکا ژمنه کړې وه چې ٢٠٢١ زېږديز کال د مې تر میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.
خو بلينکن چې پرون يې د امريکا مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو جرګې استماعيه ناستې ته وينا کوله، وويل چې حکومت لا د دې وروستي مهلت په هکله پرېکړه نه ده کړې او د حالاتو په څارنې بوخت دی.
هغه زياته کړه: “د افغانستان په هکله د ولسمشر اهداف واضح دي او هغه دا چې هلته جګړه پای ته ورسوي، امریکایي عسکر کور ته راستانه کړي او د دې ډاډ ورکړل شي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر ځالې نه بدلېږي. “
بلينکن ويلي چې د امریکا متحده ایالتونو په ډیپلوماتیکو هلو ځلو بوخت دی چې د افغانستان حکومت او طالبان خبرو ته وهڅوي او زیاته یې کړه چې په دې هلو ځلو کې یې نورې ادارې او هېوادونه هم راګډ کړي دي.
د بهرنيو چارو وزير وايي: “امریکا دا هلې ځلې په یوازې ځان نه کوي، د ملګرو ملتونو په ګډون مو د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم په دې هلو ځلو کې راګډ کړي؛ ځکه چې دوی په افغانستان کې خپلې ګټې لري او په دواړو ډلو اثر او رسوخ لري. “
د نوموړي په وينا، د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په برخه کې شوی پرمختګ څاري.
ده زياته کړې: “موږ دې ته ګورو چې په معنا لرونکو خبرو کې د دواړو ډلو ګډون کومې خوا ته ځي.
بله دا چې موږ غواړو ووینو ایا طالبان پر خپلو هغو ژمنو ولاړ دي او که نه چې ویلي یې وو، تشدد به کموي او تروریستانو ته به پناه نه ورکوي او مرستې به ورسره نه کوي.
د يادونې ده، د امريکا د بهرنيو چارو وزير څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني ته په يوه ليک کې د سولې پروسې ته پر سرعت ورکولو ټينګار کړى و.
دغه راز نوموړي د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې د دوو کنفرانسونو جوړولو خبر هم ورکړى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP