کابل (پژواک، ۲۲ کب ۹۹): د ميدان وردګو ولايت ځايي چارواکي وايي، دوو بریدګرو چې غوښتل يې د هاموې موټر پر وسيله د ځانګړو ځواکونو پر قوماندانۍ ځانمرګی بريد وکړي، موخې تر رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي او يو سرتېری په کې ټپي شوی دی.
د میدان وردګو د والي وياند عبدالرحمان طارق نن د کب په ۲۲ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بريدګرو نن سهار شاوخوا شپږ بجې غوښتل په ميدان ښار کې پر ياده قوماندانۍ بريد وکړي.
دی زياتوي:«نن سهار شاوخوا شپږ بحې يو هاموې ټانګ چې له انفجاري مواد ډک و او د خاصې قطعې پر لور روان و، امنيتي ځواکونو پېژندلی او موخې ته رسېدو وړاندې يې له منځه وړی دی.»
د ده په وينا، په دې برید کې د ځانګړو ځواکونو د قطعې يوازې يو سرتېری ټپي شوی دی.
د ميدان وردګو د ولايتي شور غړی شريف الله هوتګ وايي چې بريد ګر دوه تنه وو او غوښتل يې چې د يوه هاموې ټانګ پر مټ موټربم بريد ترسره کړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين هم بريد تایید کړی او زياتوي،دوو بريدګرو غوښتل چې د ميدان وردګو د ځانګړو ځواکونو پر قوماندانۍ موټر بريد وکړي، موخې ته رسېدو وړاندې له منځه وړل شوی دی.
دی هم وايي چې په دې بريد کې د ځانګړو ځواکونو د قوماندانۍ یو سرتېری ټپي شوی دی.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 118
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن