Language

د زمبابوې لوبډلمشر په دویم ټسټ لوبه کې د افغانستان د بریا مخه نیولې

کابل (پژواک، ۲۳ کب ٩٩) : د زمبابوې د لوبډلمشر د سخت مقاومت له امله  په دویم ټسټ لوبه کې د افغانستان بریا پنځمې ورځې ته ځنډیدلې ده.

دا لوبه چې دپنجشنبې په ورځ  د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ ښار کې پيل شوه، ټاس يا پچه يې افغان لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ملي لوبډلې پرون په لومړۍ ورځ ددرې لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٨٢ منډې کړې وې، لوبډلمشر اصغر افغان او حشمت الله شهيدي چې پرون ناسوځېدلي پاتې وو، نن يې بيا لوبه پيل کړه او د افغانستان منډې يې ډېرې زياتې کړې.

حشمت او اصغر په ګډه تر ٣٠٠ زياتې منډې وکړې چې د افغانستان له لوري يو ريکارډ شو، اصغر افغان په ١٦٤ منډو وسوځېد او ورپسې ناصر جمال ووت، هغه هم پنځوسيزه ووهله او په ٥٥ منډو  ناسوځېدلى پاتې شو.

بل اړخ ته حشمت الله شهيدي خپلې ښې لوبې ته ادامه ورکړه او په ٢٠٠ منډو ناسوځېدلى پاتې شو، هغه لومړى افغان لوبغاړى شو چې په ټسټ کرکت کې يې غبرګه سليزه ووهله.

کله چې افغانستان ٥٤٥ منډو ته ورسېد او څلور لوبغاړي يې سوځېدلي وو، نو لوبډلمشر اصغر افغان خپله پاڼه ختمه اعلان او زمبابوې ته يې د توپ وهلو بلنه ورکړه.

د زمبابوې لوبډلې په لومړي اننګر کې ۲۸۷ منډې جوړې کړې او د کرکټ په اصطلاح کې (فالوآن) شو چې افغانستان ورته یو ځل بیا د توپوهنې کولو وویل.

په لومړي اننګز کې دافغانستان له لوري راشد خان څلور، حمزه درې او سید شیرزاد دوه لوبغاړي وسوځیدل.

د زمبابوې لوبډلې نن چې خپل اننګز پیل کړ، نو د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله یې په ۱۵۰ منډو اوه لوبغاړي وسوځیدل او داسې ښکاریدل چې نن به په څلورمه ورځ افغانستان لوبه وګټي، خو د زمبابوې لوبډلمشر ویلیمیز او یو بل لوبغاړي ښه مقاومت وکړ او د ۱۰۰ منډو ملګرتیا یې وکړه.

نن د څلورمې ورځې تر پایه پورې زمبابوې ۲۶۶ منډې جوړې کړې او اوه لوبغاړي یې سوځیدلي وو، دوی  د افغانستان منډې پوره کړي او اوس یې اوه منډې کړي .  دا به وکتل شي چې دوی سبا هم خپل مقاومت ته ادامه ورکوي او که افغانستان به تر غرمې مخکې دا لوبه وګټي.

د افغانستان له لوري راشد خان تر اوسه په دې لوبه کې نهه لوبغاړي سوځولی دي.

د دې لوبې لپاره د ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي عوض شوي وو، له لوبډلې څخه عبدالمالک، عبدالواسع، منير احمد کاکړ، يمين احمدزى او ظاهر خان ايستل شوي او د هغوى پر ځاى، جاويد احمدي، ناصر جمال، شاهد الله کمال، سيد شېرزاد او راشد خان په لوبډله کې اخيستل شوي دي.

په ملي لوبډله کې جاوېد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، افسرځاځى، راشد خان، ناصر جمال، شاهد الله کمال، سيد شېرزد او امير حمزه هوتک شامل دي.

 

Related Topics