کابل (پژواک، ۲۳ کب ۹۹): کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د وسایطو ګرځېدو برخه کې د جدي څار خبر ورکوي او وايي، کله چې بې اسناده موټر وپېژندل شي، سمدستي درول کېږي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، راغلي، د بې اسنادو موټرو د ثبت غځېدو وخت مخکې پای ته رسېدلی او له دې وروسته ټول بې اسناده موټر درول کېږي.
سرچینې لیکلي، د وسایطو پر تګ راتګ جدي څارنه کېږي، کله چې بې اسناده موټر وپېژندل شي، سمدستي درول کېږي.
کورنیو چارو وزارت ویلي: ((کابل همېشه په نوي کال کې له نورو ولایتونو څخه د خلکو کوربه وي، چې ځیني کسان له یاد مسیره مزارشریف ته د تفريح لپاره ځي. دوی ته خبر ورکول کېږي، که له بې اسناده موټرو سره کابل ښار ته داخل شي، موټر یې د پولیسو له خوا درول کېږي او دوی تر څارنې لاندې نیول کېږي.))
کورنیو چارو وزارت د قانون په پلي کولو او امنیت ټينګښت برخه کې د خلکو همکاري مهمه بللې او ویلي یې دي، په دې وروستیو کې ولیدل شول چې ترهګر او اختطافګر له بې اسناده موټرو په استفاده جنایت ترسره کوي. د خلکو امنیت او ارامي اساسي لومړیتوب دی، نو له پولیسو سره همکاري وکړئ.
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې په هېواد کې د بې اسناده موټرسایکلونو تګ راتګ، پېر او پلور هم منعه دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP