کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٩): د ملګرو ملتونو امنيت شورا وايي چې افغانستان کې په هدفي وژنو کې ملکي وګړي او نور کسان وژل کېږي، بايد نور ودرول شي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د هدفي وژنو له امله د ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګې غړي، مطبوعاتي کارکوونکي، روغتیايي کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعین په نښه کېږي.
امنیت شورا د یادو بریدونو پر ډېرېدو خواشیني ښودلې او د سملاسي بندولو غوښتنه یې کړې او ټينګار يې کړی چې د هدفي وژنو عاملان بايد محاکمه شي.
دغه راز امنیت شورا په افغانستان کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي چې د ولسي خلکو مصونیت هم په کې شامل دی.
اعلامیه وايي، د ولسي خلکو قصدي وژل ښايي جنګي جنایت وبلل شي.
دوی دغه راز ټينګار کړی چې په افغانستان کې پایداره سوله د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري د ټولشموله او هر اړخیزو خبرو له لارې راتلای شي.
د امنیت شورا د سولې په خبرو کې د ښځو پر شراکت هم ټینګار کړی دی.
یادې شورا داسې مهال په افغانستان کې پر هدفي وژنو اندېښنه ښودلې چې په تېرو څو میاشتو کې لسګونه خبریالان، ملکي مامورین، د بشري حقونو فعالان او نور ترور شوي دي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې په جلال اباد کې وسله والو د انعکاس ټلوېزيون درې ښځينه کارکوونکې ووژلې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP