کابل (پژواک، ۲۴ کب ۹۹): د دې ترڅنګ چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د افغانستان د ناسمې نقشې خپرول سخت غبرګونونه راپارولي، شنونکي او خلک وايي چې حکومت دې د بهرنيو چارو وزارت له لارې دغه موضوع په جدي ډول وپلټي او روسيه بايد په دې اړه بښنه وغواړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په خپله ټويټرپاڼه کې د مسکو د ناستې په اړه معلومات خپاره کړي او ورسره يې د افغانستان نقشه چې د هېواد شمال کې سرحدي سيمه په کې ناسمه ښودل شوې، انځور خپور کړی دی. په دغه سيمه کې د افغانستان سرحد له چين سره پرې شوی او پاکستان يې له تاجکستان سره نښلولی دی.
د کابل پوهنتون استاد ودير صافي پژواک خبري اژانس ته وويل چې هېڅوک حق نه لري په خپلسر د يو هېواد خاوره بل هېواد ته وسپاري او دا کار د ټولو ديپلوماټيکو اصولو خلاف عمل دی.
دی زياتوي: «ما ته په کې کار تر کاسې لاندې نيمه کاسه ښکاري، په دې وروستيو کې د پاکستان او روسيې اړيکې نږدې شوي، نو اړينه ده چې په دې اړه له روسيې څخه وپوښتل شي.»
د ده په وینا، ولسمشر غني دې د بهرنيو چارو وزارت له لارې له روسيې څخه وغواړي، که چېرې دا کار يې په غلطۍ سره کړی وي، بايد رسماً بښنه وغواړي او خپله اشتباه دې اصلاح او نشر دې کړي.
د ياد ټويټ په ځواب کې لسګونو کسانو د روسيې له خوا د ناسم انځور خپرولو په تړاو غبرګونونه ښودلي دي.
محمد افغان د ټويټر يوه کاروونکي ورته ليکلي: «لعينه روسيه چې د دوو ميليونو افغانانو قاتله ده، موږ تل د روسيې سره دښمنى لرو، په هېڅ صورت د خپلې جغرافې څخه نه تېرېږو، په همدې نقشه چې د واخان يو څنډه نيولې شوې، دا د نړۍ د اصولو او قانون پر خلاف ده، په کلکو ټکو يې غندو، موږ تل د دې خاورې او جغرافې لپاره قرباني ورکړې.»
دغه راز د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې له کله راهیسې تاجکستان له پاکستان سره ځمکنۍ لار لري؟
دی زياتوي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په رسمي پاڼه کې د بین الافغاني خبرو اترو ته د بلنې په مناسبت د دې نقشې خپرول تخنیکي غلطي نه ګڼل کیږي.
نبیل زیاتوي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت باید مخکې د مسکو له کنفرانس څخه په دې اړه رسما اعتراض وکړي او د وضاحت غوښتنه وکړي، که نه نو د ډیورنډ د کرښې په امتداد د اغزن سیم له منلو وروسته به د افغانستان د خاورې دې برخې ورکول هم د افغانستان په خاوره معامله وګڼل شي.»
د ټولنیزو رسنيو يوتن فعال جعفر هاند په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي: «د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپل ټویټر کې د افغانستان د غلطې سیاسي نقشې د خپرولو له کبله بښنه نه ده غوښتې او "عجیب وضاحت" یې ورکړی دی. وايي دا نقشه چې له کوم ځای څخه اخیستل شوې، شاید نړیوال سرحدونه دقیق ونه ښايي. ما په ټویټر کې وپوښتل چې ایا دغه کار د مسکو سیاسي اشتباه ګڼل کېدای شي؟»
د بشير غفارزي په نوم يوتن وايي، دا ډول کار د کارمل وخت کې هم شوى و، دا کار اشتباهي عمل نه دی؛ دا کوم شوم پلان لري.
دی زیاتوي، حکومت او نور مشران کولای شي پر هغه جدي اعتراض وکړي تر څو مسکو په دې اړه توضیحات ورکړي او په مسکو کې د جوړېدونکې غونډې د بایکاټ ګواښ دې هم وکړي.
د سوېل ختیځ زون د ولسونو عالي کمېسیون د اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه د افغانستان د جغرافیې یوه نقشه خپره کړې، چې د بدخشان د واخان یوه مهمه سیمه په کې د تاجکستان برخه ګڼل شوې ده او په دې کار سره یې مستقیما پاکستان له مرکزي اسیا سره وصل کړی دی.
سرچينه زياتوي: «روسیه له همغې ورځې راهیسې چې افغانستان یې ګرمو اوبو ته د تګ مخنیوی وکړ، په مستقیمه او نامستقیمه بڼه د افغانستان په لویو او وړو مسئلو کې د لاسوهنې هڅې کوي او د افغانستان تجزيه، جنګ، تباهي او بدمرغي د ځان او سيمي په خير تعبيروي.»
په اعلاميه کې راغلي: «تازه یې چې پر ټویټر د افغانستان کومه نقشه خپره کړې، له ټولو نړیوالو اصولو او کنوانسیونونو سره په ټکر کې ده او دا کار یې سپین سترګي ګڼل کېږي. د افغانستان د واخان لوړې سيمې د دې هېواد د حماسو ستر تاريخونه لري.»
په اعلاميه له نړيوالې ټولنې، ارګ او بهرنيو چارو وزارت څخه په کلکه غوښتنه شوې چې د روسيې دغه شوم نيت د ديپلوماټيکو چينلونو له لارې په جديت وپلټي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت بيا تردې اعتراضونو وروسته پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي: «دغه نقشه چې له سپوږمکۍ يې څخه اخيستې، سمه نه ښکاري، دا نقشه چې له کوم ځای څخه اخیستل شوې، شاید نړیوال سرحدونه دقیق ونه ښايي.»
په دې اړه مو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر سره اړيکه ونيوه، خو د ځواب په اخيستو بريالي نه شو. دغه راز په دې اړه مو د روسيې د بهرنيو چارو له وزارت څخه هم د ناسمې نقشيې د خپرولو په اړه وپوښتل، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP