Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ولسي جرګې پلاوی سبا د روسیې په ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته ځي

کابل (پژواک،۲۵کب ۹۹): د ولسي جرګې رییس په دې جرګه کې د خبریال د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، ټاکل شوې د دې جرګې پلاوی د مسکو او ترکیې په ناستو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې د مسکو غونډه راتلونکې پنجشنبې (د کب ۲۸ مه) او د انقرې ناسته د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د افغان سولې بهیر د چټکتیا په موخه د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو د استازو، افغان چارواکو، افغان سیاستوالو او طالبانو په ګډون ترسره شي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل، ټاکل شوې د ده په مشرۍ د ولسي جرګې پلاوی، ځينې افغان چارواکي او سیاستوال د روسیې او ترکیې په ناستو کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه چې د ولسي جرګې پلاوی سبا مسکو ته ځي.

د ده په خبره، تمه ده د مسکو په ناسته کې پر روسیې سربېره د امریکا، چین او پاکستان یو شمېر چارواکي هم ګډون وکړي.

هغه هیله مندي وښوده چې یادې دوې ناستې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لامل شي او نور د رسنيو کارکوونکي له خطر سره مخامخ نه وي.

هغه زیاته کړه، په دواړو ناستو کې به د خبریالانو او بیان ازادۍ د ملاتړ لپاره غږ پورته کړي.

رحماني له حکومته وغوښتل چې د خبریالانو او رسنیو د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې وکړي، څو خلک له دې وروسته د خبریالانو او رسنیو د په نښه کولو شاهدان نه وي.

د اریانا ټلوېزیون مشر خوشحال اصفي چې د رسنیو په استازیتوب په دې ناستې کې خبرې کولې، له حکومته وغوښتل چې د خبریالانو او رسنیو د ترور قضیې او دوسیې به ښه ډول تعقیب کړي او پایلې یې له رسنیو سره شریکې کړي.

هغه د افغان سولې اړوند دوو نړیوالو ناستو ته په اشاره له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د بیان له ازادۍ ملاتړ او د بیان ازادۍ د ساتلو او احترام لپاره هڅې وکړي.

د خبریالانو د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې پر نورو خبریالانو او رسنیو سربېره د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل او د دغه اژانس خبریال خواجه بصیر فطري هم وستایل شول.

د یادونې وړ ده چې د خبریالانو ملي ورځ (د کب ۲۷ مه) هر کال په هېواد کې نمانځل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.