کندوز ښار (پژواک، ٢٥ کب ٩٩): د کندوز والي وايي چې يوه ځانمرګي بريدګر له واسکټ سره يوځاى ځان د دغه ولايت پوليسو ته سپارلى خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.
د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال د کب په ٢٥مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې دغه نوى ځوان عبدالله نوميږي او له طالبانو څخه را تښېدلى دى.
دى وايي: ((دغه ١٦ کلن ځوان ته د کندوز د خان اباد ولسوالۍ په ملرغۍ سيمه کې د ځانمرګي بريد زده کړې ورکول شوي، خو له طالبانو څخه تښتېدلى او ځان يې له واسکټ سره يوځاى پوليسو ته سپارلى دى.))
د والي په وينا، عبدالله ته لارښوونه شوې وه ترڅو د دغه ولايت د قبر ګلستان پر پوځي مرکز ځانمرګى بريد ترسره کړي.
دغه راز د عبدالله په نوم دغه نوي ځوان رسنيو ته وويل چې د بدخشان ولايت اصلي اوسېدونکى دى او د ديني زده کړو لپاره د ملرغۍ مدرسې ته ورغلى و.
دى زياتوي چې په ياده مدرسه کې يو شمېر نورو ځوانانو او ماشومانو ته هم د ځانمرګي او نورو بريدونو زده کړې ورکول کيږي.
بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه څرګندونې ردوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP